د لاس رسي وړ اتصالات

زرداري: له طالبانو سره دې کار وشي او په ضد دې یې عمل ونشي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې له طالبانو سره دې مستقیم تعامل وکړي او په ضد دې یې کار نکوي.

ښاغلي زرداري د اسوشیتدپرس خبري اژانس سره په مرکې کې، چې نن چهارشنبه سپتمبر ۲۸ (تلې شپږمه)خپره شوې ده، ویلي دي چې امریکا دې له طالبانو سره لا ډېر مستقیم تعامل وکړي. سره له دې چې ځینو امریکايي مقاماتو ویلي چې طالبانو ثابته کړې ده د داسې تعامل وړ نه دي.

نوموړي وویل چې د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې اقتصادي محرومیت او انزوا افراطیت او زورواکي غښتلي کړي دي. هغه وویل چې د طالبانو تر کنترول لاندې سازمانونو سره د کار کولو له لارې ښه اقتصادي او مالي نتیجه ترلاسه کېدای شي، نه د هغه په خبره د «موازي حکومت» د جوړولو له لارې.

د طالبانو له راتګ وروسته د افغانستان شاوخوا اووه میلیارد ډالر شتمني کنګل شوې او له افغانستان سره اکثریت هغه نړیوالې مرستې، چې د مخکني حکومت په وخت کې کېدې، اوس نه کېږي. دغه وضعیت په افغانستان کې بشري او اقتصادي بحران زېږولی دی.

ښاغلي زرداري وویل: «دا مهمه ده چې وویل شي دا پېسې [کنګل شوې] نه د طالبانو نه دي او نه هم د امریکا، بلکې د افغانستان د خلکو دي.]

په کابل کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته، امریکايي مقاماتو وویل چې طالبان په خپلو ژمنو ولاړ نه دي او ځینو خو یې خبرداری ورکړ چې ممکن له افغانستان څخه د امریکا په ضد برید وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل د دې لپاره چې طالبان د ترهګرو ډلو په وړاندې خپله اراده څرګنده کړي، باید مرسته ورسره وشي چې دا ظرفیت ترلاسه کړي.

د افغانستان د مخکنی حکومت مقاماتو او امریکايي چارواکو په وار وار پاکستان د طالبانو په تمویل، تجهیز او روزنې تورن کړی چې پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

سره له دې چې امریکايي چارواکو د ترهګرۍ سره په مبارزې کې د پاکستان په رښتینولي شک ښودلی، بیا هم په دغې برخه کې امریکا پاکستان ته میلیاردونه ډالر ورکړي دي.

د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې پاکستان درواغجن او فریبکار وباله او له دغه هېواد سره یې د امریکا د مرستو د بندولو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو زیر داسې مهال له نړیوالو غواړي چې له طالبانو سره دې مستقیم تعامل وکړي چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې شته او په خبره یې دا د سیمې د هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ مسئله ده.

د طالبانو مقاماتو ویلي دي چې پاکستان نباید د افغانستان د بدنامولو له لارې امتیاز ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG