د لاس رسي وړ اتصالات

زرګونه بندیان د رایې ورکولو له حق څخه محروم شوي – سمر


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، چې د قانون له مخې د رایې ورکولو په شرایطو برابر ټول افغانان په انتخاباتو کې د ګډون حق لري، خو زرګونه بندیان د افغانستان په زندانونو کې له دغه حق څخه محروم شوي دي.

د دغه کمیسیون مشرې سیما سمر د پنجشنبې په ورځ (تلې/میزان ۲۶) خبریالانو ته وویل، چې د مرکزي زون په زندانونو کې څه باندې ۱۳زره بندیان د شنبې ورځې په انتخاباتو کې له ګډون څخه بې‌برخې شوي دي.

آغلې سمر زیاته کړه "په خواشینۍ سره، چې په زندان کې نوم‌لیکنه نه ده شوې، دوی (بندیان) باید له خپل سیاسي حق څخه محروم شوي نه وی".

د افغانستان د محابسو او توقیف‌خانو د ریاست د شمیرو له مخې، په اوس وخت کې د ۳۵زرو څخه نیولې تر ۳۶زره بندیان، د افغانستان په زندانونو کې ساتل کیږي.

امنیتي اندیښنې

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې وویل، په مجموع کې د انتخاباتي کمپاین پر مهال ۲۴۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې له دې شمیرې۵۴ تنه وژل شوي او ۱۸۶ نور ټپیان شوي دي.

د هغې پر وینا، د انتخاباتو لپاره د تذکرو د ویش په بهیر کې هم له سلو زیات کسان وژل شوي او ۱۶۰ تنه ټپيان شوي دي.

آغلې سمر ټینګار وکړ، چې په ملکي بنسټونو باندې بریدونه جنګي جنایت دی او د حکومت له وسله‌والو مخالفینو څخه یې وغوښتل، چې د انتخاباتو په ورځ له تاوتریخوالي ډډه وکړي.

هغې وویل "په پریکنده توګه دې د افغانستان د خلکو د وژنې او ملکي مرګ‌ژوبلې مخنیوی وکړي، ځکه چې په ملکي مرکزونو بریدونه، د جنګي او بشري ضد جرمونو یوه برخه ګڼل کیږي".

آغلې سمر دغه راز وویل چې افغان امنیتي او دفاعي بنسټونه باید د ټاکنو په ورځ د ۵۱۰۰ مرکزونو امنیت خوندي کړي او له بهرنیو ځواکونو څخه یې هم په دې برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.

هغې وویل " امنیت د کمیسیون یوه ډیره زیاته جدي اندیښنه ده، د کاندیدانو او د هغو کسانو امنیت چې په انتخاباتو کې ګډون کوي، ځکه چې هر انسان او ژوند یې یو برابر ارزښت لري، د همدې لپاره په دې برخه کې د امنیتي ځواکونو ډیره جدي پاملرنه غواړو".

آغلې سمر په ځانګړي ډول د ښځینه رایې ورکونکو مرکزونو ته د زیاتې پاملرنې او د هغوی د امنیت په ساتنې ټینګار وکړ.

هغې زیاته کړه، چې اکثره ښځې بې‌سواده دي او تیرو تجربو ته په کتو ځینې کسان هڅه کوي، چې د هغوی له بې‌سوادۍ څخه ناوړه ګټه واخلي "په تیرو انتخاباتو کې د ښځو په نوم ډیر زیات صندوقونه ډک شوي وو، دا ځل باید اجازه ور نه کړو، چې داسې وشي".

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې له خلکو څخه وغوښتل، چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او له دې لارې د ولسواکۍ نظام په جوړولو کې خپل مسولیت ادا کړي.

آغلې سمر همداشان د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه د شفافو ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه وکړه ا وې ویل، چې د رایو د شمیرلو بهیر باید په شفافه او صادقانه توګه ترسره شي، څو په دغې ډیموکراتیکي پروسې باندې د خلکو باور له منځه لاړ نه شي.

د افغانستان پارلماني انتخابات دوه ورځې وروسته د تلې په ۲۸مه ترسره کیږي. د دغو انتخاباتو لپاره د رایې ورکولو ۷۳۸۴ مرکزونه په پام کې نیول شوي وو، خو د امنیتي ستونزو له امله اوس د دغو مرکزونو شمیر ۵۱۰۰ ته راټیټ شوی دی.

XS
SM
MD
LG