د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې کې نږدي ۴ زره د جګړې ضد مظاهره چیان نیول شوي


د فرانس پریس خبري اژانس وایي پولیسو د روسیې په بیلا بیلو ښارونو کې څه باندې ۱۱ زره د جګړې ضد مظاهره چیان نیولي.
د فرانس پریس خبري اژانس وایي پولیسو د روسیې په بیلا بیلو ښارونو کې څه باندې ۱۱ زره د جګړې ضد مظاهره چیان نیولي.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت او یوه خپلواکه اداره چې مظاهرې څاري یکشنبې مارچ ۶ (کب۱۵) ویلي چې حکومت ۳۸۹۵ کسان چې په اوکراین د روسیې د یرغل پر ضد یې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې مظاهرې کولې، نیولي دي.

د (OVD) په نامه د څار ادارې ویلي چې پولیسو دا کسان د روسیې په ۵۳ ښارونو کې نیولي او وایي ښایي ارقام تر دې هم لوړ وي ځکه چې د ډیرو کسانو په هکله لا معلومات ندي ورکړل شوي.

د فرانس پریس خبري اژانس ویلي چې په اوکراین د روسیې د یرغل د پیل راهیسې په روسیې کې نږدي ۱۱ زره کسان چې د جګړې خلاف یې مظاهرې او لاریونونه کول، پولیسو نیولي دي.

په همدې حال کې د روسیې د کورنیو چارو د وزارت ویاندې ایرینا وولک ویلي چې په مسکو کې شاوخوا ۲۵۰۰ کسانو په "بې اجازې لاریون" کې برخه اخیستې وه چې ۱۷۰۰ یې نیول شوي. ویاندې د تاس خبري اژانس ته ویلي چې تقریباً ۱۵۰۰ کسانو د د سینټ پیټسبرګ په ښار کې مظاهرې کړې وې چې ۷۵۰ یې نیول شوي.

د روسیې دې چارواکې همدرانګه ویلی چې د مسکو او سینټ پیټسبرګ تر څنګ د هیواد په نورو ښارونو کې هم خلکو د جګړې ضد په مظاهرو کې برخه اخیستې وه چې ۱۰۶۱ یې پولیسو نیولي.

ځینې ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، مظاهره چیانو "جګړې ته نه ووایئ" او "په تاسو دې شرم وي" شعارونه ورکول.

یوازې په روسیې کې نه بلکې د نړۍ په ځینو نورو هیوادونو کې هم خلکو وروسته تر هغه په اوکراین د روسیې د یرغل په خلاف لاریونونه او مظاهرې وکړلې چې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین یو سیاسي مخالف الیکسي نوانلي د زندان څخه په ټولې نړۍ کې د خلکو څخه د اعتراضونو غوښتنه وکړله.

د قزاقستان تر ټولو په ستر ښار الماتا کې مظاهره چیانو خبرداری ورکړ که په اوکراین کې د روسیې جګړه بنده نشي، عینې کار به د دې هیواد په خلاف هم وشي.

XS
SM
MD
LG