د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په ایالتونو کې د مظاهرو دوام


مظاهره کوونکي د عدالت غوښتنه کوي

د امریکا متحده ایالتونو په بیلابیلو ښارونو کې د سه شنبې په ماښام (جون ۲) مظاهرو دوام درلود او خلکو د پولیسو په قید کې د جورج فلویډ د وژل کیدو له امله خپله ناهیلي او قهر څرګند کړ.

په واشنګټن ډي سي کې هم په سلګونه کسان ګرځبندیز ته په نه پام سره د شپې تر ناوخته سپینې ماڼۍ ته نږدې په یوه پارک کې پاتې شول.

خو د سه شنبې د شپې په مظاهرو کې حالت د تیرو ورځو په نسبت ډیر کرار وو او مظاهرو کوونکو د " تورپوستانو ژوند مهم دی او نور بس ده " د شعارونو په ورکولو سره خپل اعتراض څرګند کړ.

د جورج فلویډ ورور تیرینس فلوډ هغه ځای ته ولاړ چیرې چې ټوله کیسه له هماغه ځایه پیل شوې ده، هغه د آرامۍ او سولې غږ وکړ.

د جورج فلویډ ورور تیرینس فلویډ وویل:" راځي چې دا بدل کړو او دا کار له سوله ایزې لارې پر مخ بوزو."

د مې په ۲۵ نیټه د یوه پولیس له خوا د جورج فلویډ له وژل کیدو وروسته د امریکا په مختلفو سیمو کې د پراخو مظاهرو له امله ګڼ شمیر خرابۍ رامنځ ته شوي دي.

مظاهره کوونکي د عدالت غوښتنه کوي کوم چې تاوتریخوالو له امله مخ په ډبیدو دی.

په دغو مظاهرو کې پر تور پوستانو سربیره سپین پوستي امریکایان او د نورو نژادونو وګړي هم برخه اخلي.

د ماریا په نامه یوه مظاهره کوونکې وايي:" په دې هیواد کې تورپوستانو هیڅکله د قانون له مخې برابر خوندیتوب نه درلود."

دا جریانونه د هغو کسانو له خوا جوړیږي چې سوله ایز لاریون غواړي او شمیر یې هم تر هغو کسانو زیات دی چې تاوتریخوالي کوي.

خو بیا هم د لمر له لویدو وروسته یو شمیر مظاهره کوونکي د غلاوو او ورانیو په کولو سره ګډوډي رامنځ ته کوي.

اکثریت مظاهره کوونکي د تاوتریخوالو پرځای په دې لټه کې دي چې د نژادي تعصب قضیه څنګه پر مخ بوزي.

یو شمیر متقدین وايي کلیسا ته د ټرمپ د تګ په هدف د قانون د تطبیق کوونکو له خوا سپینې ماڼۍ ته نږدې د سوله ایز لاریون د تیت او پرک کولو لپاره اقدام نشي کولای چې د یوې ټولنې مرسته وکړي چې عدالت او پر زخمونو د پټۍ د لګولو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG