د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د هغو زرګونو ښځو د ژوند په اړه یو راپور خپور کړی، چې د کوژدې یا واده وروسته خپلو مړونو له پام څخه ِورځولي او د یو ناڅرګند برخلیک سره مخ شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ۲۰ پاڼو په دغه راپور کې، چې د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ د میاشتې د لومړي څخه د ۱۳۹۷ روان لمریز کال د لړم تر وروستۍ ورځې پورې په کې د ناڅرګند برخلیک سره د مخ شوو ښځو د کورني وضعیت او د هغوی پر وړاندې د ګواښونو په هکله څیړنه شوې ده.
د بشري حقونو کمیسیون د دغسې ښځو پر وضعیت ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.
په دغه راپور کې ویل شوي " یوازې په تیرکال کې ۱۵۰۹ د ناڅرګند برخلیک سره مخ شوو ښځو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ته مراجعه کړې او د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه یې شکایت کړی دی. دا ښځې د خپل ناڅرګند وضعیت په اړه اندیښمنې وې او د خپل برخلیک د معلومولو غوښتنه یې کوله".
دغو شمیر ښځو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ته ویلي، چې د واده او یا کوژدې وروسته د هغوی مړونو ځانله پریښې دي.
د دغو میرمنو د ادعاو له مخې د هغوی مړونه د دوی د ژوند اړتیاوې نشي پوره کولی، خو ورته طلاق ورکولو ته هم چمتو نه دي.
افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، دا هغه شمیر ښځې دي، چې دغه کمیسیون سره یې شکایتونه ثبت کړي دي، د دې احتمال ډیر دی، چې په رزګونو نورې ښځې به هم د دغو ښځو د برخلیک سره مخ وي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، ډیر شمیر ښځې یا عدلي او قضایي ادارو ته د لاس رسي د نه لرلو او یا هم د رسم او رواج له امله خپل شکایتونه نه ثبتوي.
د دغه کمیسیون له نظره د افغانستان په قوانینو کې د ناڅرګند برخلیک سره د مخ شوو ښځو د تعریفولو نشتون د دغو ښځو سره د مرستې لپاره د ملي پالیسۍ نشتون اوپه ادارو کې د کورنیو قضایاو د څیړلو لپاره موجوده بیروکراسي د دغو ښځو پر وړاندې حقوقي ګواښونه را ولاړ کړي دي.
د دغه راپور له مخې سږکال چې بشري حقونو کمیسیون سره د ناڅرګند برخلیک سره د مخ شوو کومو ښځو شکایتونه ثبت کړي،په لومړۍ ډله ۷۸۴ ښځې شاملې وې، چې د کوژدې وروسته یې واده نه دی کړی او د پلار په کور ناستې دي.
په دوهمه ډله کې ۷۲۵ ښځې شاملې دي، چې واده یې کړی او د هغې له ډلې ۴۳۱ یې بیرته د پلار کور ته تللي دي، ۱۲۵ د میړه په کو کې دي، خو له میړه جدا ژوند کوي او ۶۶ نورې یې د خپلوانو په کورونو کې ژوند کوي.
د بشري حقونو د کمیسیون د راپور له مخې په نشه يي توکو د دغو ښځو د مړونو روږدې کیدل، د میړه له کور څخه فرار د میړه نشتون او ښځې ته د نفقې نه ورکول هغه څه دي، چې دغو ښځو یې په اړه ورته شکایتونه کړي دي.
دا کمیسیون په افغانستان کې دود او دستور، چې په زور او په کوچنیوالي کې ودونه هم په کې شامل دي او هم د سړو له خوا څو ودونه د ښځو د ناڅرګند برخلیک په عواملو کې یاد کړي دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، د تیرکال پرتله سږکال د افغان میزمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښې کمې شوي دي.
د دغه وزارت مرستیالې میرمن سپوږمۍ وردک په کابل کې د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې سږکال دغه وزارت په ټول افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۱۳۸ پیښې ثبت کړي دي.
میرمن وردک وویل، چې تیرکال د ښځو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۶۰۰ پیښې ثبت کړې وې.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت د تاوتریخوالي د پیښو د شمیر کمیدل د تاوتریخوالي د پیښو پر عاملینو د قانون تطبیق ګڼي.
د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون هم د ښځو پر وړاندې شاوخوا څلور زرو پیښو ثبت مني، خو وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بڼه د پخوا په نسبت بدله شوې او سږکال د هغو پیښو شمیر زیات وو، چې ښځو ژوند ته يې مخامخ ګواښ راولاړه.