د لاس رسي وړ اتصالات

زرګونه اوکرایني ماشومان په زور بیلاروس ته وړل شوي - څیړنه


په یوې نوې څیړنه کې چې د یل پوهنتون لخوا د پنجشنبې په ورځ، نومبر ۱۶ (لړم ۲۵مه) خپره شوې وویل شوي، چې په ۲۰۲۲م کال کې په اوکراین باندې د روسیې د پوځي برید د پیل راهیسې له ۲۴۰۰ څخه ډیر اوکرایني ماشومان بیلاروس ته وړل شوي دي.

راپور موندلې چې اوکرایني ماشومان، چې عمرونه یې له ۶ څخه تر ۱۷ کلونو پورې دي، د اوکراین له لږ تر لږه ۱۷ ښارونو څخه د روسیې تر اشغال لاندې سیمو ته لیږدول شوي.

د متحده ایالاتو د یل پوهنتون د بشردوستانه څیړنې څانګې، دوه زره ماشومان پیژندلي چې ۲۰۲۲م کال د سپټمبر او د ۲۰۲۳م کال د مې میاشتې ترمنځ د بیلاروس په پلازمینه مینسک کې د "دوبراوا" په نوم د ماشومانو د ساتنې او پالنې مرکز ته لیږدول شوي. د دغه راپور له مخې، ۳۹۰ نور اوکرایني ماشومان ۱۲ نورو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د اوکراین په پلازمینه کیف کې د حقوقي چارو کارپوهه، کترینا راشیفسکا وايي، دا شمېره د هغو شل زره اوکرایني ماشومانو سربېره ده، چې د جګړې له پیلېدو وروسته په زوره روسیې ته وړل شوي دي.

اوکرایني چارواکو ویلي چې شاوخوا شل زره اوکرایني ماشومان په زور روسیې یا د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو ته لېږدول شوي دي. د دغو ماشومانو له جملې څخه یوازې څو سوه یې خپلو کورنیو ته راستانه شوي دي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو ځینو ډلو راپور ورکړی، چې زرګونه اوکرایني ماشومان په زور کمپونو ته لېږدول شوي؛ چېري چې ورته نوي فکري ذهنتیونه ورکول کیږي.

روسي چارواکي د اوکراین له خاورې څخه د ماشومانو ایستل نه ردوي، خو وايي چې دغه ماشومان یې له جګړه ځپلو سیمو څخه خوندي روزنتونونو ته انتقال کړي دي.

خو اوکرایني چارواکي او د بشري حقونو ډلې بیا وايي، روسیې زرګونه ماشومان د هغوي د کورنیو د خوښې خلاف کمپونو ته لېږدولي او همدارنګه اوکرایني تنکي ځلمیانو ته په پوځ کې د ګمارلو په موخه روزنه ورکوي. روسیې دغه ادعاوې رد کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبنزیا ویلي، دا کار د دې لپاره شوی چې ماشومان د پوځي عملیاتو له خطر څخه وژغورل شي.

همداراز د جرمونو نړیوالې محکمې، چې په اوکراین کې د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو څېړنه کوي، د مارچ په میاشت کې د اوکرایني ماشومانو د ایستلو په تړاو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو امر صادر کړ.

د یادې محکمې د پریکړې په ځواب کې، روسي چارواکو د دغه محکمې د څارنوال کریم خان نوم د تعقیب لاندې کسانو په لېست کې شامل کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG