د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کې د جګړو له ویرې یو شمیر کورنۍ بې ځایه شوي


د کندوز د مرکز او خان اباد د ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکي د جګړو له امله بې ځایه شوي دي
د کندوز د مرکز او خان اباد د ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکي د جګړو له امله بې ځایه شوي دي

د کندوز ښار ته له بیلا بیلو کلیو په موټرو کې بار کډې راروانې دي، د ښار باروړونکې موټرې د کنم پرسرک تاویږي او له هغې خوا په بسترو بار بیرته ښار ته راځي.

په موټرو کې پر بار بسترو د پاسه ماشومان او زنانه ناستې وي، دوي په ښار کې هم د اوسیدو ځای نه لري خو کوشش کوي چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

د کندوز د ښار اړوندې سیمې کنم، قوچي کوبیی خواجه غلطان او نورو کلیو کې د دولت مخالفو وسله والو خلکو ته ویلي چې باید له کورونو ووځي.

په باروړونکي موټرسایکل کې د بسترو پر سر یوه ښځه ناسته وه، ویل یې چې نه په ښار کې خپلوان لري چې ورشي او نه هم د اوسیدو ځای خو بس د جګړې له ویرې ځانونه امن ځای ته رسوي، هغه وایې چې نه پوهیږي چیرته لاړ شي خو دومره به شي سرونه یې په امن کې شي: (( ټول خلک راووځي څه وکړو چې هلته پاتي شو کلي کې جنګ پیل کیږي، طالبانو راته احوال راکړ چې له کورونو ووځو.))

خدایداد چې له خپلې میرمن سره یې د کور څو بسترې په خپل باروړونکي موټرسایکل کې بار کړي ښار ته راځي، هغه وایې چې یوازې د ماشومانو څو جوړه جامې او دوه درې بسترې یې راوړي نور کور یې ډک پاتي دی: (( نن طالبانو وخت راکړ راته یې ویل چې له کوبیی ووځئ، چې جګړه کیږي.))

طالبانو په کندوز کې د چاردرې او دشت ارچي په ولسوالیو کې له افغان قواو په لسګونو رینجر او مرمۍ ضد موټرې نیولي دي، په قلعه ذال او چاردره کې يې له وسایطو پرته په زیاته اندازه مهمات هم نیولي دي.

په ټولو هغو کلیوالو سیمو او کلیو کې چې پخوا په کې د دولت په طرفدارۍ یو شمیر وسله والو پوستې درلودې د مهماتو د نشتوالي له وجې هغوي هم سیمې پریښي دي.

اوس مهال په کندوز او ولسوالیو کې د دولتي قواو واک یوازې تر ښاره پورې محدود شوی دی، نو ځکه خو د جګړو د سمیو خلک هم ښار ته په راتګ سره ځانونه له جګړو خوندي ګڼي.

هغه وخت چې په کندوز کې د طالبانو له خوا یو شمیر کلي ونیول شول، محلي پولیسو او نور وسله وال چې د دولت په طرفدارۍ يې جګړه کوله ښار ته راغلل، ورسره په سیمه کې د وسله والو کسانو ګرځیدل عام شول.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG