د لاس رسي وړ اتصالات

دریو افغان لوبغاړو د لومړي ځل لپاره یو ځای د هند غوره لیګ کې لوبه وکړه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دریو لوبغاړو، راشد خان، نور احمد لکڼوال او عظمت الله عمرزي شنبه مارچ ۳۱ ( کب ۱۲) په هند کې د نړۍ تر ټولو ستر سوداګریز کرکټ لیګ کې په یو ځای لوبه وکړله.

دوي درې واړه د ګجرات ټایټنز لوبډلې غړي دي.

د هند غوره لیګ یا آی پي ايل قانون له مخې په یوې لوبې کې یوازې څلور غیر هندي یا بهرني لوبغاړي لوبه کولی شي او دا ځل د ګجرات لوبډلې دریو افغان او یو د جنوبي افریقا لوبغاړي، ډیوډ میلر ته په لوبډلې کې ځای ورکړی و.

نور احمد او عظمت الله د سیالې لوبډلې، سنرایزر حیدرآباد د سر دوه لوبغاړي وسوځول.

تر ټولو مهم لوبغاړی ټرویس هیډ و چې په تیرې لوبې کې یې په ۲۴ توپونو ۶۲ منډې کړې وې خو د شنبې ورځې په لوبې کې نور احمد د اسټرالیا دا نوموتی لوبغاړی یوازې په ۱۹ منډو وسوځاوه،

په لوبې کې راشد خان څلور، عظمت الله او نور احمد درې درې اورونه وکړل او دریو واړو یې د سیالې لوبډلې یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

دا د سږ کال په سیالیو کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې دریمه لوبه وه چې دوه یې ګټلي او یوه یې بایللې.

دا لوبډله د نمرو په جدول کې څلورم مقام لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG