د لاس رسي وړ اتصالات

یمن کې د "امریکا بې پیلوټه الوتکې" د القاعدې درې مشکوک غړي وژلي - مقامات


ځايي حکومتي چارواکو ویلي، د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۱) د یمن په شمال ختیځ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې چې ګومان کېږي امریکايي ډرون وي، د القاعدې شبکې درې مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

چارواکو ویلي، برید په مارب ولایت کې چې په ۲۰۲۱ کال کې د یمن د اوږدې کورنۍ جګړې په ترڅ کې د درندو جګړو ډګر و، ه یو موټر شوی دی.

یو حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس اژانس ته وویل، "د بې پیلوټه الوتکې په برید کې چې ګومان کېږي امریکايي به وي د القاعدې درې غړي وژل شوي. دا درې واړه په وادي اوبیدا کې په موټر کې سپاره وو چې د امریکا د مشکوک برید په نښه کړل او سمدستي ووژل شول."

د مارب ولایت یو بل حکومتي چارواکي د القاعدې پر اورپکو برید او د وژل شویو کسانو شمېر تائید کړ.

واشنګټن سمدستي پدې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

متحده ایالات په یمن کې د القاعدې څانګه یا په عربي ټاپووزمه کې القاعده - د نړیوالې جهادي شبکې تر ټولو خطرناکه څانګه ګڼي.

د عربي ټاپووزمه القاعده او د اسلامي دولت ډلې ته وفادار نور وسله وال، د یمن د کورنۍ جګړې په ګډوډۍ کې وده کړې ده. په یمن کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د ایران د متحدو حوثي یاغیانو په وړاندې جنګیږي.

د عربي ټاپووزمه القاعده، د حوثیانو او د سعودي له ملاتړ نه د برخمنو حکومتي ځواکونو دواړو په وړاندې عملیات کوي او همدارنګه په بهر کې ناڅاپي بریدونه ترسره کوي.

د دې ډلې [القاعده] مشران له دوو لسیزو راهیسې د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو لخوا په نښه شوي، که څه هم په وروستیو کلونو کې ددې بریدونو شمیر کم شوی.

یمن له ۲۰۱۵ کال راهیسې هغه مهال په جګړو کې ښکیل شو چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د حوثي یاغیانو له خوا د پلازمېنې صنعا له نیولو وروسته په نړیواله کچه د په رسمیت پیژندل شوي حکومت د ملاتړ لپاره مداخله وکړه.

د یمن په جګړې کې له هغه وخت راهیسې لسګونه زره کسان وژل شوي او هغه څه یې رامینځته کړي چې ملګري ملتونه یې د نړۍ ترټولو بد بشري بحران بولي او په میلیونونو خلک بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG