د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د یوې کلیسا په پارکینګ کې په ډزو کې ۳ تنه وژل شوي


د متحده ایالاتو د آیوا په ایالت کې پولیس وایي چې یو سړي د کلیسا د موټرو درولو په ځای کې لومړی دوه میرمنې او وروسته خپل ځان وویشته او درې واړه وژل شويدي.

دا په امریکا کې پدې تیرو څو اوونیو کې په پرله پسې توګه څوومه پیښه ده چې د خلکو په وژل کیدو کې د وسلې څخه کار اخیستل کیږي.

په سیمه کې د پولیسو مشر ویلي چې د ډزو پر مهال په کلیسا کې دننه مراسم روان و او لا معلومه نده چې برید کوونکي دا ډزې ولې کړي.

پولیسو همدارنګه ویلي چې درې واړه کسان د پیښې په ځای کې ځای پر ځای مړه شوي و. لا معلومه نده چې آیا برید کوونکي د وژل شویو میرمنو سره خپلوي درلوده که نه.

پولیسو د برید کوونکي او وژل شویو میرمنو د پیژندګلوۍ په هکله هم څه ندي ویلي خو دومره یې ویلي چې داسې ښکاري چې ډزې یوازې یو تن کړي.

د آیوا په ایالت کې دا کسان پداسې حال کې وژل کیږي چې جمهور رئیس جو بایډن تیره ورځ په یوې سترې وینا کې د نیویارک، ټکزاس او اوکلهوما په ایالتونو کې په ډله ایزه توګه د خلکو د وژلو په پیښو کې چې د وسلې څخه پکې کار اخیستل شوی و، په کانګریس غږ وکړ چې د وسلو د کنټرول لپاره دې اقدام وکړي.

جوبایډن د پنجشنبې په ماښام جون دویمه (غبرګولي ۱۲) له کانګرس څخه وغوښتل چې تهاجمي وسلې بندې کړې، د [وسله اخیستونکو] د سابقې په اړه دې پلټنې زیاتې او د ډله ایزې وژنې د ستونزو حل لپاره دې ټول معقول اقدامات ترسره کړي.

د ښاغلي بایډن تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې د ویسکانسن په ایالت کې په یو وسله وال برید کې د چارواکو په وینا یو شمېر کسان ژوبل شول او تېره ورځ په یو بل وسله وال برید کې په اوکلاهاما کې څلور تنه ووژل شول.

تر دې مخکې د تکزاس او نیویارک په ایالتونو کې هم په وسله والو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل شول او ژوبل شول.

هغه وویل: « د خدای په خاطر، نور د څومره قتل عامل منلو ته تیار شو» چې د وسلو لرلو په قانون کې تغیرات راشي.

د وسله وال خشونت د ارشیف د ویبسایټ د معلوماتو په اساس، د ۲۰۲۲ د جنورۍ د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه نیولې د مۍ تر ۱۴ پورې په متحدو ایالتونو کې ۲۱۲ وسله وال بریدونه او پېښې ثبت شوي دي.

د دغه ارشیف معلومات ښيي چې په دغې مودې کې «۱۸۰۰۰ کسان د وسلو اړوندو خشونتونو کې» وژل شوي چې ځانوژنې او غیر عمدي پېښې هم په کې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG