د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ویسکانسن په ایالت کې وسله وال برید شوی


پولیس د پېښې په ځای کې لیدل کېږي
پولیس د پېښې په ځای کې لیدل کېږي

د امریکا د ویسکانسن ایالت د میلواکي ښار په جنوب کې پولیس مقامات وايي چې یو وسله وال سړي په یوې هدیرې کې په خلکو ډزې کړې او یو شمېر کسان یې ژوبل کړي دي.

د راسین د پولیسو څانګې په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو معلوماتو کې ویلي دي چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ جون په دویمه (غبرګولي ۱۲) د راسین په سیمه کې د ګراسلنډ په هدیرې کې شوې ده.

دغې هدیرې ته نژدې د «اسینشن آل ساینټ» روغتون ډاکټرانو ویلي دي چې د دغه وسله وال برید د یو شمېر قربانیانو درملنه یې کړې ده.

لا معلومه نه ده چې په دغې پېښې کې څوک وژل شوي هم که دي که نه.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې تېره ورځ یو قهریدلي ناروغ د امریکا په اوکلاهاما کې خپل جراح ډاکټر او د هغه دوه همکاران په ډزو ووژل.

په دغه ایالت کې چارواکي وايي دغه ۴۵ کلن ناروغ تازه د ملا عملیات کړي وو او له دردونو یې شکایت کاوه. وايي خپل ډاکټر ته یې هم د خپلو دردونو په اړه پرلپسې زنګونه وهلي وو او بالاخره یې په دغه کار لاس پورې کړ. وسله وال د پولیسو له رسېدو روسته خپل ځان هم په ډزو وواژه.

د ویسکانسن برید په تېرو شاوخوا دوو اونیو کې په امریکا کې څلورم وسله وال برید دی چې کېږي. تر دې مخکې په تکساز او نیویارک هم په وسله والو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل شول او ژوبل شول.

د امریکا ولسمشر جوبایډن دا بریدونه غندلي او د وسلو اخیستلو د قانون او شرایطو د سختولو غوښتنه یې کړې ده. ښاغلي بایډن د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره د تکساز او نیویارک ایالتونو ته هم سفرونه وکړل.

ولسمشربایډن له امریکایانو څخه وغوښتل چې د وسلو د لابي او کمپاین په ضد ودریږي. په امریکا کې د قانون په اساس، هر واجد شرایط فرد کولای شي چې د ځان د دفاع لپاره وسله واخلي او وساتي.

د وسلو د دغه قانون منتقدین وايي چې همدغه کار د دا ډول بریدونو لپاره زمینه سازي کوي او په خبره یې باید د وسلو اخیستلو شرایط سخت کړل شي.

هغه قانون جوړوونکي چې په امریکا کې د وسلو د خرڅلاو مخالف دي، د وسلو د کمپاین کوونکو او تولیدوونکو فابریکو له سخت مخالفت سره مخامخ دي، دوی وايي چې د امریکا اساسي قانون امریکايایانو ته دا حق ورکړی چې وسلې ولري.

د امریکا د ناورغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د معلوماتو په اساس یوازې په ۲۰۲۰ کې ۱۹۳۵۰ کسان په امریکا کې په ډزو وژل شوي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

XS
SM
MD
LG