د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کې ښوونځیو مخ ته درې پرله پسې چاودنې شوي


د جلال اباد ښار کې د سه شنبې د ورځې چاودنو دوه یې د انجونو ښوونځیو مخ ته شوي دي.
د جلال اباد ښار کې د سه شنبې د ورځې چاودنو دوه یې د انجونو ښوونځیو مخ ته شوي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، نن د سه شنبې په ورځ (وږي ۲۰ مه) څه باندې اته بجې د دغه ولایت مرکز د جلال اباد په ښار کې د انجونو دوو ښوونځیو او د هلکانو یو ښوونځي مخ ته درې پرله پسې چاودونو یو ماشوم وژلی او څلور تنه یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، د بي بي حوا لېسې ته څېرمه نن سهار څه باندې اته بجې یو ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې، چې په کې د دغې لېسې یو ملازم ټپي شوی دی.

چارواکي وايي، په دویمه او درېیمه چاودنه کې، چې د بهسودو ولسوالۍ بلند غر سیمه کې هم مهاله شوې درې تنه ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې چاودنې د ملکه حمیرا انجونو او محمدي صاحبزاده د هلکانو ښوونځيو ته څېرمه شوي دي.

نوموړی وايي په دواړو چاودنو کې یو څوارلس کلن ماشوم وژل شوی او څلور عام وګړي زخمیان دي.

خو د سیمې یو اوسېدونکي فضل الواحد امریکا غږ ته وویل چې دواړه چاودنې د ښوونځیو مخې ته شوي او په ټپیانو کې هم دوه یې زده کوونکي دي.

XS
SM
MD
LG