د لاس رسي وړ اتصالات

د خوړو نړیوال پروګرام: په یمن کې لوږه په چټکۍ سره زیاتیږي

د خوړو نړیوال پروګرام د جمعې په ورځ (اکتوبر ۲) وویل چې په یمن کې له هرو څلورو څخه درې کورنۍ د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي او په دغه هېواد کې لوږه په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو ده.

ددغه نړیوال سازمان د عملیاتي چارو مرستیال میتیو هولینګورت ویلي، په یمن کې د حکومت تر واک لاندې هغو سیمو کې چې د خوړو نړیوال پروګرام ورته لاسرسی لري، د خلکو یوه بې سارې لوړه شمېره د خوړو د اړتیاوو د پوره کولو توان له لاسه ورکړی دی.

په یمن کې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ټول نفوس شاوخوا لس میلیونه اټکل شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام په داسې حال کې په یمن کې د لوږې د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې چې په دغه هېواد کې جګړې زور اخیستی دی.

د سعودي عربستان او په یمن کې د ایران پلوه حوثيانو ترمنځ تاوتریخوالی په داسې حال کې زیات شوی چې په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب یو اوربند نافذ شوی و.

هولینګورت په ژنیو کې خبریالانو ته وویل: "د ناامنیو ددې وروستي زیاتوالي اغېز د خوړو خوندیتوب ته داسې ګواښ رامنځته کوي چې پایلې یې ښايي په بشپړه توګه ویجاړوونکې وي."

په یمن کې د جګړې د پراخېدو له کبله له وړاندې لسګونه زره خلک له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي او وېره ښودل شوې چې دا وضعیت به ښايي په دغه جنګ ځپلي هېواد کې د واک او کنټرول توازن بدل کړي او په سره سمندر کې د نړیوالو سوداګریزو کښتیو پر تګ راتګ او د باب المندب تنګي پر امنیت هم اغېز ولري.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG