د لاس رسي وړ اتصالات

ناپیژاندو وسله والو د هرات – غور په لویه لار درې مسافر وژلي


په وروستیو کلونو کې پر لویو لارو د ناپیژاندو وسله والو بریدونه زیات شوي.
په وروستیو کلونو کې پر لویو لارو د ناپیژاندو وسله والو بریدونه زیات شوي.

د غور ولایتي چارواکي وايي، ناپیژاندو وسله والو نن د دوشنبې ورځې د سهار په څلور بجو ( لړم ۲۸ مه) د دغه ولایت او هرات ترمنځ په لویه لار، په یو فلاینګ کوچ موټر کې سپاره درې مسافر په ډزو وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې وسله والو د غور ولایت مرکز فیروزکوه سره نږدې د " بره خانه" په سیمه کې د مسافرو ډک فلاینګ کوچ موټر مخه ونیوله او پر مسافرو یې ډزې وکړې.

ښاغلی خطیبي وايي، دغه مسافر د هرات ولایت څخه د غور ولایت له لارې د دایکنډي ولایت ته په لار وو.

د غور ولایت د ولایتي روغتون رئیس ډاکټر جمعه ګل یعقوبي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې برید کې د فلاینګ کوچ ډرایور هم وژل شوی دی.

هغه وویل د پیښې له ځایه د یوې ښخې په ګډون درې ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

ښاغلي یعقوبي وویل، چې د پیښې قربانیان ټول د دایکنډي ولایت اوسیدونکي وو.

تراوسه کومې دلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

د دې پیښې وړاندې هم د غور – هرات ترمنځ په لویه لار دغسې پیښې شوي دي.

خو دا برید د غزني ولایت د مالستان او جاغوري ولسوالیو او د ارزګان ولایت د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د روانو نښتو وروسته شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله وال طالبان یې په بشپپړ ډول د غزني ولایت د مالستان له ولسوالۍ څخه ایستلي دي.

طالبانو د روانې میلادي میاشتې په پیل کې لومړی د ارزګان ولایت د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې جګړې پیل کړې، چې لمن یېدبیا د دغې ولسوالۍ په ګاونډ کې د غزني ولایت د مالستان او جاغوري ولسوالیو ته هم پراخه شوه او په ترڅ کې طالب وسله والو په دغو دوو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو څخه یو شمیر پوستې ونیولې او د ولسوالیو مرکزونو په لور یې پرمختګ وکړ.

اوړمه ورځ وسله وال طالبان د جاغوري ولسوالۍ د مرکزي سیمو څخه هم په شا شوي وو.

تراوسه وسله والو طالبانو د غزني ولایت د جګړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG