د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا مونتانا ایالت کې د اورګاډي د چپه کېدو پېښه کې درې تنه مړه شوي


پولیس چارواکي وايي دا پېښه څېړي
پولیس چارواکي وايي دا پېښه څېړي

د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي ترانسپورت د حفاظت بورډ وايي چې د مونتانا په ایالت کې له کرښې څخه د «امټرک» د یو اورګاډي د وتلو قضیه څېړي.

په دغې پېښې کې درې تنه مړه شوي دي او یو شمېر نور ژوبل دي.

د اورګاډي د شرکت په اعلامیې کې ویل شوي دي‌ چې په دغه اورګاډي کې شاوخوا ۱۴۷ مسافر او ۱۳ خدمه ناست وو چې دا پېښه وشوه.

پېښه تېره ورځ سپتمبر ۲۵ (تلې۳) د ناوخته د «جابلاین» ښارګوټي ته نژدې شوې ده.

پولیس چارواکي وايي په اورګاډي کې نور سپاره کسان له اورګاډي اېستل شوي او امن ځای ته انتقال شوي دي.

چارواکي وايي د زخمیانو دقیق شمېر معلوم نه دی. رویټرز خبري اژانس وايي چې لا د پېښې دقیق علت ندی څرګند شوی.

دا اورګاډی له شیکاګو څخه سیاتل ته روان و.له دغې پېښې وروسته «امټرک» خپل ځینې پلان شوي سفرونه لغوه کړل.

XS
SM
MD
LG