د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې د اورګاډو په ټکر کې ۳۲ تنه مړه شوي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د مصر د عامې روغتیا وزارت وايي د دوه اورګاډو په ټکر کې ۳۲ تنه مړه شوي‌ او شاوخوا ۹۱ نور ژوبل دي.

د مصر د اورګاډو د برخې چارواکي وايي یو اورګاډی روان و چې ځینو «نامعلومه افرادو» یې بریک کش کړ او اورګاډی یې ځای په ځای ودراوه او په همدې حال کې بل اور ګاډی راغلی او دا یې له شاه وهلی دی.

پېښه د جمعې په ورځ مارچ ۲۶ (کب۶) د مصر د نیل سمندر ته نږدې د تحته په ښار کې شوې ده. د لوی څارنوال دفتر د پېښې په اړه د تحقیقاتو امر کړی دی.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په خپل فیسبوک کې په یوې اعلامیې کې د دغې پېښې په اړه خواشیني ‌ښودلې او ویلي چې د پېښې عاملینو ته به سزا ورکړل شي.

د مصر دولتي ‌تلویزون وايي‌ چې ولسمشر السیسي صدراعظم او د عامې روغتیا وزیرانو ته ویلي چې د پېښې ځای ته ورشي او حالت په خپلو سترګو وویني.

د عامې روغتیا وزارت یو ویاند ویلي دي‌چې لږ تر لږه ۹۱ زخمیان روغتونونو ته انتقال شوي او ۳۲ تنه مړه شوي.

په مصر کې د اورګاډي پخوانۍ او اوږدې لیکې او لارې دي‌ چې کله ناکله په کې دا ډول پېښې کیږي ‌او تلفات اوړي.

په ۲۰۰۲ کې په اورګاډو کې د اور لګېدو په یوې پېښې کې ۳۶۰ تنه مړه شول.

XS
SM
MD
LG