د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې درې لاریون‌کوونکي په ډزو ټپيان شول


نن په لسګونو کسانو د شاه شهید د خونړۍ پیښې د قربانیانو کورنیو سره د افغان حکومت د نه پاملرنې په خلاف په کابل کې لاریون وکړ.
نن په لسګونو کسانو د شاه شهید د خونړۍ پیښې د قربانیانو کورنیو سره د افغان حکومت د نه پاملرنې په خلاف په کابل کې لاریون وکړ.

د کابل ښار په شاه ‌شهید سیمه کې د د خونړۍ پېښې د قربانیانو د کورنیو د غړو لاریون په تاوتریخوالي بدل شو، چې په ترڅ کې یې درې لاریون‌کوونکي د پوځ د سرتیرو په ډزو ټپيان شول.

د کابل ښار د شاه شهید د خونړۍ پېښې د قربانیانو د کورنیو لسګونه غړي د یکشنبې ورځې په سهار د هغوی ستونزو ته د حکومت د نه پاملرنې په غبرګون لاریون وکړ لاریون وکړ چې په تاوتریخوالي واوښت.

لاریون‌کوونکي وايي، په سوله‌ييزه توګه یې لاریون ته دوام ورکوه چې ناڅاپه د ملي اردو یو شمیر سرتیرو لومړی په سوک او لغتو ورباندې برید وکړ او وروسته یې په لاریون‌کوونکو ډزې وکړې چې له امله یې درې تنه لاریون کوونکي ټپيان شول.

ټپي شوي لاریون‌کوونکي د سیمې نږدې روغتون ته لیږدول شوي دي.

په دغه لاریون کې یو ټپي شوي لاریون کوونکي امریکا غږ ته وویل " مونږ غوښتل چې سړک بند کړو او په سړک خیمه ووهو، راغلل او زمونږ په وړاندې یې له ناسم چلند او زورزیاتې کار واخیست، پر مونږ یې تومانچې راوویستې او ډزې یې پیل کړې، لکه باران مرمۍ وریدې یو یې زما په پښه ولګیدله".

د لاریون‌کوونکو پر وینا هغوی له پولیسو څخه د لاریون د ترسره کولو اجازه هم اخیستې وه او د سیمې امنیتې حوزې ته یې خبر ورکړی وو.

هغوی وايي، کله چې د پوځ سرتیرو پر لاریون‌کوونکو ګوزارونه او ډزې کولې پولیسو یې ننداره کوله او هڅه یې ونکړه چې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

خو د کابل پولیس وايي چې د پېښې په تړاو یې د پوځ شپږ سرتیري نیولي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ امنیتي مرستیال سید ګل آغا نوراني امریکا غږ ته وویل، له نیول شوو سرتیرو څخه پوښتنې ګرویګنې پيل شوي دي.

ښاغلي نوراني وویل " د ملي اردو درې رنجر او شپږ تنه پولیسو قانون ته حواله کړي دي او انشاالله هغوی به خپله سزا وویني ".

په دې لاریون کې یو شمیر ښځو هم ګډون کړی او له حکومت څخه یې د هغو ژمنو د عملي کولو غوښتنه کوله چې د شاه شهید د خونړي برید د قرُبانیانو له کورنیو سره یې کړې وې.

دا لومړی ځل دی چې په کابل کې د افغان پوځ سرتیري د لاریون د مخنیوي لپاره پر لاریون‌کوونکو ډزې کوي.

XS
SM
MD
LG