د لاس رسي وړ اتصالات

پروان کې ځانمرګي برید درې چکي سرتیري وژلي


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونه وايي، چې درې بهرني سرتیري په پروان ولایت کې د ګزمې پر مهال د یو ځانمرګي برید په نتیجه کې وژل شوي دي.

د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو په یو بیان کې ویلي، چې په دغه برید کې یو امریکايي او دوه افغان سرتیري ټپيان شوي هم دي.

د چک جمهوریت پوځ ویلي، په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت هغه درې سرتیري چې د طالبانو په ځانمرگي برید کې وژل شوي د چک جمهوریت سرتیري دي.

د چک جمهوریت د دفاع وزیر د وژل شویو سرتیرو د کورنیو سره خپله خواخوږي څرگنده کړې خو د سرتیرو هویت یې ندی په ډاگه کړی.

افغان امنیتي چارواکي وايي، چې پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې، د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په خلازيي کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د پروان امنیه قوماندان جنرال محفوظ ولي زاده امریکا غږ – آشنا ته وویل، په دغه برید کې یو پلي ځانمرګي د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو د ګزمې کاروان په نښه کړی دی، چې د پولیسو د معلوماتو پر بنسټ دوه بهرني او دوه افغان سرتیري په کې ټپیان شوي دي.

جنرال ولي‌زاده زیاته کړه، چې بهرنیو ځواکونو له برید وروسته سیمه وتړله او د پېښې قُربانیان یې د بګرام اډې ته ولیږدول.

وسله‌والو طالبانو د برید مسولیت منلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې ادعا کړې، چې په دغه برید کې اته بهرنیو ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د اسوشیتید پرس اژانس د رپوټ له مخې د چک جمهوریت پدې وروستیو کې هغه پلان منظور کړ چې له مخې ددې هیواد ٣٩٠ سرتیري تر ٢٠٢٠ پورې افغانستان کې د ناټو په لیکو د خدمت لپاره استول کیږي. چک همدا اوس دژ ناټو د قاطع ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې ٢٣٠ سرتیري لري.

XS
SM
MD
LG