د لاس رسي وړ اتصالات

سرچینې: خوشې شوي طالب بندیان لا طالبانو سره نه دي یو ځای شوي


جمهور رئیس غني د سه شنبې په ورځ د دریو طالب بندیانو د خوشې کیدو اعلان وکړ.
جمهور رئیس غني د سه شنبې په ورځ د دریو طالب بندیانو د خوشې کیدو اعلان وکړ.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې هغه درې طالب بندیان چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ له زندان څخه د هغوی د خوشې کیدلو اعلان وکړ لا تراوسه طالبانو سره نه دي یو ځای شوي.

په قطر کې طالبانو ته یوې نږدې سرچینې د پنجشنبې په ورځ ( لړم ۲۳مه) امریکا غږ ته وویل چې دا بندیان لا هم قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ته نه دي رسیدلي.

ښاغلي غني د سه شنبې په ورځ ( لړم ۲۱ مه) ملت ته په وینا کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د کشر ورور انس حقاني، د هغه د ماما حاجي مالي خان او د یو طالب بندي حافظ رشید عمري د خوشې کیدو اعلان وکړ.

جمهور رئیس غني دا ونه ویل، چې دا بندیان به څه وخت خوشې شي.

خو طالبانو ته نږدې سرچینو امریکا غږ ته وویل، چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر غړي په تیرو دوو ورځو کې دغه هیواد ته د خوشې شوو بندیانو د رسیدلو په تمه وو.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې دا درې بندیان له بګرام زندان څخه بل ځای ته لیږدول شوي دي. د دغو سرچینو پر وینا طالبانو تراوسه د افغانستان د امریکايي پوهنتون دوه استادان یو امریکايي کیفین کینګ او بل استرالیايي تیموتي ویکس نه دي خوشې کړي.

طالبانو دا دوه استادان په ۲۰۱۶ کال کې د اګسټ په اتمه په کابل کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون سره نږدې سیمې څخه نامعلوم ځای ته تښتولي وو.

د افغان حکومت یوې امنیتي سرچینې امریکا سره په خبرو کې په دې مسله له هر ډول څرګندونو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG