د امریکا په شمال ختیځ روډ ایلنډ ایالت کې د یو بزګر په باغچه کې د یو کدو وزن له ۱۴۷۶ کیلوګرام څخه اوښتی دی.
ران والیس ته له دې کبله د «پاچا کدو» لقب ورکړل شوی او نوم یې د ګینس د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې هم ثبت شوی دی.
والیس ددې کدو تخم په خپلې باغچې کې شپږ میاشتې وړاندې کرلی و. تر دې مخکې د نړۍ د تر ټولو غټ کدو وزن شاوخوا ۱۲۹۶ کیلوګرامه ثبت شوی و.
د والیس په باغچه کې په ۲۰۰۶ کال کې هم د یو کدو وزن ۶۸۱ کیلوګرام ته رسېدلی و.
هغه نیویارک ټایمز ته ویلي: «یو لوی او غټ کدو د هر چا پر شونډو موسکا راولي، او دا مهمه نه ده چې تاسې د کوم ځای اوسېدونکي یاست او یا د کوم ملیت یاست. لوی کدوان دې شیانو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.»
والیس هوډ څرګند کړی چې ددې غټ کدو یوه اندازه تخم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هغو بزګرانو ته د ډالۍ په توګه ورکړي چې د کدوانو کرکیله کوي.
فورم \ دبحث خونه