د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د امریکا د پوځ درې غړي وژل شوي


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت وايي چې، نن سې شنبې د «لېندۍ پر شپږمه» غزني ته نژدې د امریکا د پوځ درې غړي د سړک د غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي‌ دي.

ناټو په یوې اعلامیې کې ویلي چې په ټپيانو کې یو هم د امریکا د پوځ یو قراردادي غړی شامل دی.

بیان وايي، چې د امریکا دفاع وزارت د پالیسۍ له‌مخې تر څو چې د یادو منسوبینو په اړه یې د هغوی کورنیو یته معلومات نه وي ورکړي تر ۲۴ساعتونو پورې به یې نومونه خپاره نشي.

د یادونې وړ ده چې په روانه اوونۍ کې د لېندۍ پر دریمه د امریکا د پوځ یو بل غړی هم په افغانستان کې وژل شوی و.

د تېرې لړم میاشتې پر ۱۲مه نېټه هم په کابل کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې یو بل امریکايي سرتېری په کابل کې په یو داخلي برید کې وژل شوی وو.

د امریکا د دفاع وزارت وایي شاوخوا ١۴ زره امریکایي سرتېري په افغانستان ماموریت ترسره کوي چې د دوی ماموریت په عمده توګه د افغان ځواکونو روزل دي.

په افغانستان کې د امریکا په ١٧ کلنه جګړه کې چې د دې هېواد اوږده جګړه بلل کېږي څه د پاسه ٢۴٠٠ امریکایي سرتېري وژل شوي دي.​

XS
SM
MD
LG