د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: په یو داخلي برید کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی یو ټپي دی


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت وايي چې نن شنبې (نومبر ٣) په کابل کې د یو افغان سرتېري په یوه داخلي حمله کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د قاطع ملاتړ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ټپي شوی سرتېری په کابل کې د بګرام هوايي اډې روغتیايي مرکز ته انتقال شوی چې روغتیايي وضعیت یې ښه دی.

د قاطع ملاتړ ماموریت په اعلامیه کې د لومړنیو معلوماتو په اساس ویل شوي چې دا برید د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د یو منسوب لخوا تر سره شوی دی.

همدا شان په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې بریدګر د افغان امنیتي ځواکونو د یو بل منسوب لخوا په ډزو وژل شوی دی.

په دې وروستیو اوونیو کې دا پر نړیوالو ځواکونو د افغان سرتېرو لخوا دوهم برید دی چې له امله یې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړي.

دا پداسې حال کې دي چې په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت ویاند ډگروال کنټ پیترز د لړم د میاشتې په څلورمه امریکا غږ ته ویلي وو چې روانو حالاتو ناټو دې ته هڅولې چې د امریکایي او بهرنیو ځواکونو د امنیت په خاطر د افغان ځواکونو سره مخامخ لیدنې کتنې په موقتي ډول کمې کړي.

ناټو دغه تصمیم وروسته له هغې ونیو چې دوه اونۍ مخکې په داخلي حملو کې د کندهار د پولیسو مشر جنرال عبدالرازق او د ناټو یو منصبدار د افغان سرتیرو په ډزو کې ووژل شول.

خو د ناټو ویاند پیترز دا هم ویلي چې د ترهګرو پر ضد به خپلو عملياتو ته دوام ورکوي او د افغان ځواکونو سره به له لرې نه د تيليفون او ايمل لارې تماس ساتي.

داخلي بریدونه هغه حملې دي چې په عمومي توگه افغان سرتیري یې په پوځي اډو کې پر خپلو همکارانو او یا هم پر بهرنیو مرستندویه قواو باندې کوي.

د ٢٠٠٨ کال راهیسې پدغه ډول بریدونو کې څه د پاسه ١٥٠ امریکایي او یا هم د ایتلافي قواو سرتیري وژل شوي او شاوخوا ٢٠٠ یې ټپیان شوي دي.

ددغه ډول بریدونو کچه په ٢٠١٢ کال کې خورا لوړه وه چې هغه وخت یې د اتیلافي ځواکونو قوماندانان دې ته اړ کړل تر څو احتیاطي تدابیر ونیسي او په نتیجه کې دا ډول تاوتریخوالي پوره راکم شو.

XS
SM
MD
LG