د لاس رسي وړ اتصالات

په استرالیا کې د الوتکې غورځېدو په پېښه کې درې امریکايي سرتېري مړه شول 


د امریکا پوځ وايي چې په استرالیا کې د پوځي تمرین په مهال د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د سمندري ځواکونو درې غړي مړه شوي دي.

پېښه د یکشنبې په ورځ اګست ۲۷ (وږي پنځمه) د استرالیا د ډاروین ښار په ۶۰ کیلو میترۍ کې د میلویل په ټاپو کې شوی ده.

د امریکا سمندري‌ ځواکونو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې «په الوتکې کې ۲۳ کسان سپاره» وو او د استرالیا پوځ وايي چې ټول امریکایان وو.

د سیمې د پېچلتیا له کبله د ژغورنې عملیات هم سخت وو. امریکايي مقامات وايي چې پنځه تنه د ډاروین شاهي روغتون ته انتقال شوي او وضعیت یې «جدي دی».

د «اسپرای» په نوم الوتکه د «پریډاتورز رن» په عملیاتو کې برخه اخیستې وه. په دغو عملیاتو کې د استرالیا او امریکا په ګډون د اندونیزیا او فلپین زرګونو سرتېرو او جنګي الوتکو هم برخه لرله.

د استرالیا صدراعظم انتوني البانیس او د دفاع وزیر ریچارد مارلیس په دغې پېښې ژوره خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

دوی په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي: «دا پېښه موږ ته د هغه خدمت ارزښت ښيي‌ چې زموږ پرسونل او زموږ د شریکو ملتونو پرسونل یې اجرا کوي.»

د استرالیا شمال په دې وروستیو کلونو کې د امریکا لپاره مهم شوی دی، ځکه امریکا او استرالیا دواړه غواړي‌ په ګډه په اسیا پاسفیک کې د چین د نفوذ مخه ونیسي. محقیقینو د دغې تازه پېښې د علت معلومولو چارې پیل کړي‌ دي.

د امریکا د «اسپرای» الوتکې په تېرو کلونو کې هم له دا ډول پېښو سره مخامخ شوې. تېرکال د ناټو په یو پوځي تمرین کې د اسپرای یوه الوتکه وغورځېده او څلور امریکايي عسکر په کې مړه شول.

په ۲۰۱۷ کال کې په استرالیا کې په یوې بلې پېښې کې درې امریکايي سمندري‌عسکر مړه شول او په ۲۰۰۰ کال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د اریزونا په ایالت کې د اسپراې الوتکې د غورځېدو په یوې پېښې کې د امریکا د سمندري ځواکونو ۱۹ غړي مړه شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG