د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا له امریکا څخه لېري واټن وېشتونکي میزایل پیري  


HIMARS میزایلو سیستم
HIMARS میزایلو سیستم

استرالیا د خپل پوځ د تهاجمي ځواک د قوي کولو په هڅه کې له امریکا څخه د لېري‌ واټن وېشتونکو مېزایلو سیستم پیري، هماغه سیستم چې اوکراین یې د روسیې سره په جګړې کې کاروي.

استرالیا له امریکا سره تړون لاسلیک کړی چې تر ۲۰۲۶ کال پورې به د «HIMARS» په نامه د لېري واټن وېشتونکي ۲۰ میزایل ترلاسه کوي.

استرالیا همدغه راز قرارداد لاسلیک کړی چې بل کال د خپل سمندري ځواکونو د جنګي بېړیو لپاره د ناروې ساخت سمندري میزایل او د ټانک ضد ځمکني بریدونو توغندي وپیري.

د امریکا د «HIMARS» میزایلو سیستم په امریکا کې دننه د «لاکهیډ مارتن» شرکت له لوري جوړېږي او د اوکراین په جګړې کې یې وژونکی اغیز هم ثابت شوی دی.

د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ ورځ د اوکراین ځواکونو د دونیتسک په سیمه کې د روسیې ځواکونه په همدغو توغندیو ووېشتل او راپورونه وايي چې لسګونه کسان یې وژلي دي.‌ واشنګټن کیف ته دا سیستم ورکړی دی.

استرالیايي‌ چارواکي‌ وايي چې د «HIMARS» سیستم ۳۰۰ کیلو میتر واټن وېشتلی شي. د استرالیا د دفاعي صنعت وزیر پاټ کانروای د استرالیا خبري شبکې ته وویل چې کنبیرا د «لاکهید مارتن» شرکت سره کار کوي چې د دغو توغندیو نوی نسل جوړ کړي‌ چې ۵۰۰ کیلیو میتر واټن ووېشتلای شي.

هغه وویل چې دا نوې تکنالوژي به د استرالیا پوځ ته هغه ځواک ورکړي چې تر دې دمه یې نه لري. هغه وویل: «موږ به له ځمکې څخه ځمکې ته وېشتونکي‌ داسې میزایل ولرو چې تر ۳۰۰ کیلیو میتره پورې واټن وېشتلای شي.»

هغه زیاته کړه: «موږ له متحدو ایالتونو سره د یو پراختیايي پروګرام برخه یو چې دقیق هدف وېشتونکي میزایل بلل کېږي‌ او پوځ ته اجازه ورکوي چې تر ۴۹۹ کیلو میتره لېري واټن هم په نښه کړي. دا به د استرالیا پوځ ته د تهاجم داسې وړتیا برابره کړي چې تر اوسه یې نلري.»

استرالیا چې له ناروې څخه کوم سمندري توغندي اخلي، د «ګونکسبرګ» په نوم شرکت یې تولیدوي. دا نوي‌ توغندي به له ۲۰۲۴ کال وروسته د استرالیا د پوځ د بېړیو ضد اوسنیو توغندیو ځای ونیسي.

د استرالیا حکومت وايي نوي سیستمونه به د استرالیا پوځ د «جکړې د مخنیوي او زموږ د ګټو د ساتلو جوګه» کړي.

د استرالیا د فدرال حکومت د ۲۰۲۲ د اګست په میاشت کې د دغه هېواد د دفاعي ځواک د ارزولو اعلان وکړ او ټاکل شوې چې بله میاشت دا اروزونه حکومت ته وسپارل شي. د استرالیا د هوايي ځواکونو پخوانی قومندان انګس هوسټن او د دفاع پخوانی وزیر سیټفن سمیت دا ارزونه کوي.

XS
SM
MD
LG