د طالبانو په زندانونو کې د رسنیو د دریو خبریالانو او فعالانو بشیر هاتف، شکیب احمد نظري او حامد فرهادي د رواني او روغتیايي خراب وضیعت په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د دوی د سمدستي او بې قید وشرط خوشې کیدو غوښتنه کړې او دا توقیفونه يې"غیر قانوني" بللي دي.
دغه سازمان د اپریل په ۱۱مه په ایکس شبکې کې په خپره شوې اعلامیه کې د دغوکسانو وضعیت، چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د استخباراتي ادارې لخوا نیول شوي ، "ډیر اندیښمنونکی" بللی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دا خبریالان یوازې د خپل مسلکي ماموریت د ترسره کولو او په ټولنه کې د پوهاوي د لوړولو لپاره بندیان شوي، او د دوی دوامداره توقیف نه یوازې د بیان له ازادۍ څخه ښکاره سرغړونه ده، بلکې د نړیوالو میثاقونو، انساني وقار او اسلامي ارزښتونو سره هم په ښکاره تضاد کې دی.
په اعلامیه کې دا خبرداری هم ورکړل شوی چې د دې خبریالانو لپاره د هر ډول فزیکي یا رواني زیان مستقیم مسؤلیت د هغو کسانو په غاړه دی، چې دوی یې نیولی او د دوی ژوند ته بې پروايي د ټولنې د معلوماتو د حق په وړاندې یو نه بخښونکی ظلم دی.
د بې پولې خبریالانو (RSF) د معلوماتو له مخې، د جاپان د (ان تي وي ) خبریال شکیب احمد نظري او د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیو د فدراسیون مشر محمد بشیر هاتف د ۲۰۲۵ کال د جولاۍ په ٢۴مه ، د طالبانو د استخباراتو لخوا ونیول شول، خپلواک خبریال حامد فرهادي هم د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر راهیسې د بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور نیول شوی دی.
دا فشارونه مخ په زیاتیدو دي ځکه چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ۲۰۲۶ کال د جنوري په وروستیو کې په افغانستان کې پرته له دریو محدودو ادارو څخه، د رسنیو د ملاتړ د ټولو نورو ادارو جوازونه لغوه کړل. د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې دا اقدام د رسنیو د فعالیتونو "ډیر اغیزناک او منظم" کولو لپاره شوی او ټینګار کوي چې مطبوعات د "اسلامي قانون له مخې له بشپړې ازادۍ" څخه برخمن دي.
خو د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو دا پریکړه د "د رسنیو د آزادۍ د ځپلو او له منځه وړلو لپاره د نه ستړې کیدونکې کمپاین" یوه برخه وبلله او ددې ډلې له چارواکو یې وغوښتل چې سمدلاسه دا پریکړه بیرته واخلي.
په ورته وخت کې په جلاوطنۍ کې افغان خبریالانو په ټولنیزو رسنیو کې یو کمپاین پیل کړی چې د خپلو همکارانو برخلیک ته یې د نړیوالو پام را اړولی دی. په دې اړه، د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان، چې په جلاوطنۍ له جرمني څخه فعالیت کوي، د رسنیو د ملاتړ ادارو د جوازونو لغوه کول د عامه رسنیو قانون او د بیان د آزادۍ د اساسي اصولو څخه سرغړونه بللې ده، او په نړیواله ټولنه، د خبریالانو د ساتنې کمیټې (CPJ) او ملګرو ملتونو څخه یې غوښتني چې په افغانستان کې د سانسور، او خپل سري توقیفونو د پای ته رسولو لپاره اغیزناک فشار راوړي، ځکه چې د سازمان په وینا، د خبریال غږ خاموش کول د "ټولنې د شعور د وژلو" معنی لري.
فورم \ دبحث خونه