د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکمنستان کې د سنا جرګې لومړني انتخابات


د ترکمنستان مرکز عشق آباد ښار یوه څنډه
د ترکمنستان مرکز عشق آباد ښار یوه څنډه

په ترکمنستان کې نن د یکشنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري ۸) د سنا د نوي ایجاد شوي مجلس انتخابات وکړل، خو د حکومت د مخالفو ګوندونو هیڅ کاندید په کې نه و.

قربان قلي بیرديمحمدوف تر سختې ولکې لاندې د افغانستان په ګاونډ کې د منځنۍ اسیا ددغه هیواد اوسیدونکو د انتخاباتو په شپږو مرکزونو کې رای ورکړې چې یو مرکز یې په پلازمینه عشق آباد کې او پنځه نور یې په ولایتونو کې وو.

انتخاباتو یواځې د دوه ساعتو لپاره وو او د ۱۱۲ کاندیدانو څخه ۴۸ تنه د پارلمان سنا ته ټاکل کیدل.

ددغو ټاکنو د څارلو لپاره هیڅ بهرني څارونکي حضور نه درلود. مقاماتو ویلي چې ۹۸.۷ فیصده خلکو رای ورکړي دي او ګټونکي به راتلونکې اونۍ اعلان شي.

قرباګلي بیرديمحمدوف چې د ۲۰۰۶ کال راهیسې د پخواني شوروي اتحاد دغه جمهوریت په مستبده توګه رهبري کوي اته نور سناتوران به په انتصابي توګه معرفي کړي.

د ترکمنستان نوی پارلمان به چې د ملي ګنیس (ملي شورا) په نوم یادیږي ۵۶ سناتوران او ۱۲۵ ولسي استازي ولري.

د ترکمنستان د انتخاباتو کمیسیون ویلي چې دا د هیواد د پارلمان په تاریخ کې یوه نوې پاڼه ده او په وینا یې: «دا به د قوانینو تدوین ښه کړي، د حکومت تشکیلات به نوي کړي او ټولنه به د دموکراسي کیدو په لور بوځي.»

د انرژۍ له پلوه بډای ترکمنستان په نړۍ کې یو له مستبدو هیوادونو څخه شمېرل کیږي چې د ۶۳ کلن مشر قربان قلي بیرديمحمدوف او هغه د شخصي ډلې له خوا رهبري کیږي.

XS
SM
MD
LG