د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغان دولت او طالبانو تر منځ سولې ته ژمنه ده – ټلرسن


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټلرسن په لومړي ځل د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د جوړجاړې په اړه ښکاره خبرې کړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په افغانستان کې د ناټو ماموریت حیاتي دی او امریکا د غوڅ ماموریت د ځواکونو تر څنګ ولاړه ده چې افغان پوځ وروزي او سلا مشورې ورکړي.

ښاغلي ټلرسن وویل چې دا ماموریت د ایتلاف د ګډو اهدافو لپاره ډېر مهم دی او باید دا خبره پخه شي چې افغانستان داسې پرمختګ وکړي چې د سیمې په امنیت کې ونډه ولري او د القاعدې او داعش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو د ګواښونو ځواب ووايي.

نوموړي وویل په افغانستان کې د ناټو ماموریت په ژمنو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ جوړجاړی هم شامل دی.

ښاغلي ټلرسن وویل "په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د ناټو ایتلاف ژمن دی چې بلاخره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جوړجاړی وشي، د ایتلاف ګټي خوندي شي او دا خبره یقیني شي چې افغانستان بیا د تروریزم لپاره په خوندي ځای بدل نشي".

ښاغلي ټیلرسن دا خبرې څو ورځې مخکې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ غونډې وکړې. دا لمړی ځل دی چې رکس ټلرسن د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ناټو سازمان غړو ته د افغانستان د سولې په اړه خبرې کوي.

د ښاغلي ټلرسن خبرې پداسې حال کې کیږي چې امریکايي پوځي چارواکو بیا افغانستان ته د اضافي ځواکونو د لیږلو غږ کړی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG