د لاس رسي وړ اتصالات

ټیلرسن په ستراتیژۍ باندې د خبرو لپاره هند او پاکستان ته لاړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې ریکس ټیلرسن پرون د سعودي عربستان، قطر، پاکستان او هند په لور وخوځید او د اکتوبر په ۲۷ به د سویس له لارې بیرته راستون شي.

د بهرنیو چارو وزیر به په پاکستان او هند کې د حنوبي آسیا لپاره د ټرمپ د ادارې په هغه ستراتیژۍ ټینګار وکړي چې په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ په ضد هڅو تمرکز کوي. هغه په داسې حال کې سیمې ته روان دی چې د آرام سمندر او بحر هند په حوزه کې هند ته د یو قوي دموکراتیک ځواک په توګه ګوري.

د امریکا لوړپوړی دیپلومات په داسې وخت کې هند ته ځي چې د هغه هیواد روابطو له امریکا سره د یو نوي اتحاد بڼه غوره کړې او د نوي ډهلي د ګاونډیانو شکونه یې راپارولي دي.

له بلې خوا د هند صدراعظم نریندرا مودي ویلي چې هغه به د امریکا د یو قوي او هوډمن شریک په توګه پاتې شي او د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ هغه یو "رښتیني ملګري" بللی دی.

دا خبرې ښايي دیپلوماتیکه ژبه وي، خو دا د هند ناپیلی تاریخي دریځ منعکس کوي.

د هډسن څیړنیز انسټیټیوټ څیړونکې ارپنا پانډې وايي، هند نه غواړي چې ورته د یو چا د متحد په توګه وبلل شي.

خو داسې ښکاري چې دغه موقف ورو ورو د بدلیدو په حال کې دی. د ۲۰۰۰ راهیسې د امریکا او هند تجارت شپږ برابره شوی او امریکا په وروستیو کې هند یو "ستر دفاعي شریک" بللی دی.

د چهار شنبي په ورځ ښاغلي ټیلرسن وویل چې هغه غواړي دغه اړیکي لا پر مخ ولاړې شي "د ټرمپ اداره هوډ لري چي دې شراکت ته د ودې ورکولو لپاره په اساسي ډول د امریکا او هند همکاري لا زیاته کړي".

ښاغلي ټیلرسن هغه وخت د چین غصه هم وپاروله کله چې یې وویل هند باید د قوانینو پر اساس ولاړ د یو داسې نړیوال نظم له رامنځته کولو سره مرسته وکړي چې چین یې کمرنګه کول غواړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په ځواب کې وویل چې هیواد یي تر هغه وخت د امریکا او هند روابطو هرکلی کوي چې د سولې او ثبات لپاره مساعد وي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کانګ وویل "مونږ هیله لرو چې امریکا به په بې پرې توګه د چین پرمختګ په پام کې ونیسې او د چین په وړاندې به له خپل تعصب لاس په سر شي."

د هند جیوپولتیکي سیال پاکستان هم د امریکا او هند د ښه شویو روابطو په اړه بدګماني لري او له ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو په اړه د امریکا پر انتقاد نیوکې کوي.

دا د ښاغلي ټیلرسن لپاره په یوه داسې سیمه کې د توازن رامنځته کولو یوه پیچلي موضوع ده چې د متحده ایالاتو د بهرني سیاست لپاره خورا زیات اهمیت لري.

XS
SM
MD
LG