د لاس رسي وړ اتصالات

ټیلرسن: پاکستان دې د ترهگرو سره اړیکې پریږدي کنه نو خپل ملک به وبایلي


د امریکا د بهرنو چارو وزیر پاکستان ته خبردارې ورکړیدی چې که پاکستان د ترهگرو ډلو سره اړیکې ختمې نه کړی نو ځینې سیمې به د لاسه ورکړي. هغه وویل چې دغه ترهگرې ډلې په شمیر او نفوذ کې ورځ تر بلې قوي کیږي.

د امریکا د بهرنو چارو وزیر پاکستان ته دغه خبردارې په داسې وخت کې ورکړېدې چې دغه دواړه ملکونه کوښښ کوي خپلې اړیکې قوي کړي او په افغانستان کې د امنیت د ټینگښت لپاره کار وکړي

ټیلرسن په واشنگټن کې په ېوې وینا کې وویل "مونږ غواړو چې د پاکستان سره د هغوي د ملک نه د ترهگرۍ په ختمولو کې مرسته وکړو. خو پاکستان ته پکار ده چې د حقاني شبکې او د نورو ترهگرو ډلو سره خپل تعلقات ختم کړي."

په پاکستان داسې الزامونه دي چې د حقاني شبکه او نورې ترهگرې ډلې چې په پاکستان کې پناهځایونه لري، په افغانستان کې حملې کوي. ټیلرسن وویل "پاکستان گڼ شمیر ترهگرو ډلو ته اجازه ورکړیده چې په دغه هیواد کې خوندي پناهځایونه ولري او د دغو ډلو نفوز زیات شویدی."

ټیلرسن وویل چې هغه پاکستاني مشرانو ته خبردارې ورکړیدی چې ترهگر کیدی شي د کابل نه پام اسلام اباد ته واړوي او دا فیصله وکړي چې د هغوي اسلام اباد زیات خوښ دی. هغه وویل چې که پاکستان احتیاط ونکړي نو د خپل ملک کنټرول به یې د لاسه ووځي.

د پاکستان حکومت تراوسه پورې د ټیلرسن دغو خبرو ته رسمي غبرگون ندې ښودلی خو د پاکستان یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط امریکاغږ ته وویل "د تیرو دریو کلونو په مودې کې د پاکستان پوځ د ترهگرۍ په ضد په عملیاتو کې زیاتره ترهگر د سیمې نه شړلي دي. پاکستان د افغانستان سره په سرحد ٢٠٠،٠٠٠ عسکر لري چې ترهگر بیا فعاله نه شي."

هغه وویل چې که امریکا ورسره استخباراتي معلومات شریک کړي نو د پاکستان حکومت د هغو ترهگرو په ضد هم اقداماتو ته تیار دی چې په افغانستان کې په تشدد کې لاس لري.

ټیلرسن په خپلو خبرو کې داسې اشاره هم ورکړیده چې کیدی شی واشنگټن د پاکستان سره استخباراتي معلومات شریکول پیل کړي ځکه چې امریکا د پاکستان د ثبات په هکله اندیښمنه ده. هغه وویل "مونږ د پاکستان سره په مثبته طریقه کار کول غواړو. مونږ د هغوي سره د معلوماتو شریکول غواړو او مونږ کامیابي غواړو. خو مونږ د پخوانیو طریقو نه چې ترهگرو ته پناهځاینوه ورکول کیږي، مطمین نه یو."

دا لومړنې ځل نه دی چې یو لوړپوړی امریکایي چارواکي په پاکستان څرگندې نیوکي کړیدي او خبردارې یې ورکړی چې پاکستان دې د ترهگرو سره اړیکې ختمي کړي. پاکستان هم په پرله پسې توگه دا ډول الزامونه ردوي او وایي چې پاکستان د ترهگرو سره اړیکې نه لري.

XS
SM
MD
LG