د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له افغانستان سره تجارتي راکړه ورکړه اسانوي


د تورخم په سرحد کې په مالونو بار لارې د پولې نه د تیریدو په انتظار دي
د تورخم په سرحد کې په مالونو بار لارې د پولې نه د تیریدو په انتظار دي

د پاکستان د عوایدو فدرالي اداره وايي له افغانستان سره د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره په تورخم، چمن او واگه کې درې تاسیسات جوړوي.

د پاکستاني مقاماتو په وینا د دغو تاسیساتو په جوړېدو او د نوې تکنالوژۍ نه په استفادې به د نړیوالو مالونو انتقالات چټک او اسان شي، خو امنیتي کنترول به هم په پام کې نیول کیږي.

د رپوټونو له مخې دغه تاسیسات به د مالونو د ترانزیت د چارو د ترسره کیدو موده د اوس په پرتله پنځه برابره راټیټه کړي.

د پاکستان او افغانستان د سوداگرۍ د خونې رئیس زبیر موتي والا د امریکا غږ اردو څانگې ته ویلي دي چې دا یو ډیر ښه پرمختگ دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وچې له لارې سوداگري تر ډیره د بلوچستان ایالت د چمن او د خیبر پوښتونخوا ایالت د تورخم د سرحدي پولو له لارې کیږي.

تیره میاشت د پاکستان او افغانستان د سوداگرۍ خونو په غونډه کې د دواړو هیوادونو سوداگرو وویل چې د دوه اخیزې سوداگري پر وړاندې موجود خنډونه باید لېرې شي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې روان کړکیچ ددې سبب شوی چې د دواړو ملکونو سوداگري د دوو تیرو کلونو په پرتله نمایي اندازه راټیټه شي او په عوض کې د افغانستان تجارت د ایران سره زیات شوی دی.

افغان او پاکستاني سوداگرو او صنعتکارانو دا هم ویلي دي چې سوداگري باید د نورو معاملاتو نه جلا وساتل شي.

د پاکستان او افغانستان د سوداگرۍ خونې غواړي چې نه یواځې باید په سرحدونو کې د تجارتي مالونو راکړه ورکړه اسانه شي بلکه دا خبره باید هم یقیني شي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د خړ پړتیا په صورت کې باید سرحدي لارې بندې نشي.

XS
SM
MD
LG