د لاس رسي وړ اتصالات

تمباکو او الکول په نړۍ کې د سرطان مهم لاملونه دي – څېړنه


یوې پراخې بین المللي څېړنې موندلې چې په نړۍ کې د سرطان ناروغۍ تقریبا نیمايي پیښې د تمباکو او الکولو له استعمال سره تړلي دياو وايي چې په دې برخه کې د انسانانو په چلند کې بدلون ددغې وژونکې ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کولای شي.

د بیل ګېټس د خیریه بنسټ په مالي مرسته تر سره شوې څیړنې چې پایلې یې د جمعې په ورځ ۱۹ اګست (زمری ۲۸) د لانسیټ په طبی ژورنال کې خپرې شوې، موندلې چې د سرطان له امله ۴۴.۴ سلنه د مړینې پیښې له ۳۴ مشخصو زیانونو سره تړلي دي.

د نړۍ په اکثره ملکونو کې د زرګونو طبي کارپوهانو په مټ تر سره شوې دغې څیړنې موندلې چې ددغو مشخصو زیانونو له جملې څخه، د تمباکو استعمال د ۳۳.۹ سلنه او د الکول استعمال د ۷.۴ سلنه سرطان ناروغۍ له پېښو سره تړلی دی.

ددې څېړنې پایلې ښيي چې دغو معلومو فکتورونو د سرطان له امله د نیمايي نارینه و او دریمه برخه ښځو په مړینه کې رول لوبولی دی.

طبي کارپونو د سرطان د مخنیوي پر لارو چارو ټینګار کړی او دې نتیجې ته رسیدلي چې، "په ۲۰۱۹ کې د سرطان په پیښو کې د انسانانو چلند مهم فکتور و او په چلند کې بدلون د سرطان له امله مړینه را کمولای شي".

د واشنګټن طبي پوهنتون د څېړنو د برخې مشر ډاکتر کریسټوفر مري په دې څیړنه کې برخه اخیستې او وايي: "سرطان د نړۍ روغتیا ته مهم خطر دی او د پراخېدو په حال کې دی".

هغه وايي، د نورو لاملونو تر څنګ، د سګرټ څکول لا تر اوسه په نړیواله سطحه په سرطان د اخته کېدو غټ لامل دی.

دا څېړنه ښيي چې لا تر اوسه د سرطان له نیمایې زیاتې پیښې له معلومو لاملونو سره ندي تړلي او لارښوونه کوي چې د پر وخت تشخیص او ګټورې درملنې د اړتیا تر څنګ پکار ده چې د مخنیوي لارې چارې هم خلکو ته روښانه شي.

XS
SM
MD
LG