د ښځو په اړه د جنجالي څرګندونو په وجه د یوشیرو موري د استعفا وروسته سیكو هشیموتو د ۲۰۲۰کال د المپیک لوبو د جوړولو د کمیټې د نوې رئیسې په توګه وټاکل شوه.
د ۲۰۲۰کال د دوبي د المپیک لوبې د کروناویروس د وبا د خپریدو په وجه د ۲۰۲۱کال دوبي ته وځنډول شوې، خو دغې لوبې لاهم د ۲۰۲۰کال د المپیک لوبو په نامه یادیږي.
میرمن هشیموتو اوه ځلې د دوبي او ژمي د المپیک په لوبو کې د بایسکل ځغلونکې او سکیټ کوونکې په توګه ګډون کړی دی او اوس د نړۍ د یوې سترې ورزشي پیښې د مشرې په توګه باید د موجودو ننګونو په وړاندې مقابله وکړي.
پداسې حال کې چې د توکیو د دوبي د المپیک لوبو ته څه کم شپږ میاشتې پاته دي او ځنې ورزشکاران، ورزشي مقامات او خلک د کروناویروس د وبا په وجه ددې سترې ورزشي پیښې له جوړیدو سره مخالفت لري، میرمن هشیموتو باید داسې لار خپله کړي چې ورزشکاران، ورزشي مقامات او نندارچیان د لوبو په ترڅ کې د کروناویروس له خطر څخه په امن پاته شي.
میرمن هشیموتوتر دې دمخه د جاپان د المپیک د وزیرې په توګه دنده ترسره کوله او له هغې وړاندې چې د توکیو د المپیک د رئیسې په توګه وګمارل شي، د وزارت څخه یې استففا وکړه.
هغې په یو خبري کنفرانس کې وویل: "زه به د یوې ورزشکارې په توګه ټولو لوبغاړو او نندارچیانو ته امنې لوبې جوړې کړم."
د توکیو المپیک د لوبو د جوړولو د کمیټې مخکني رئیس یوشیرو موري څه وخت مخکې ددې کمیټې په یوه غونډه کې ویلي وو چې ښخې زیاتې خبرې کوي او د غونډې وخت نیسي.
هغه لومړی د فبرورۍ په څلورمه په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې څرګندونې یې نامناسبې او د المپیک د روحیې خلاف وې، خو هغه وخت یې استعفا ونکړه.
د ښاغلي موري څرګندونو دننه په جاپان او بهر کې پراخ غبرګونونه وزیږول او بالاخره هغه استعفا ته اړ شو.
سره له دې چې لا هم د کروناویروس وبا په شدت روانه ده او د جاپان په ځنو برخو کې د کروناویروس دریمه څپه راغلې د توکیو د المپیک جوړونکو ژمنه کړې چې د المپیک لوبې د ۲۰۲۱کال د جولای په ۲۳جوړې کړي.