د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د طلوع نیوز د خبرونو د څانګې مسؤل او ویونکی نیولي


تر اوسه معلومه نده چې د طلوع نیوز دا کار کوونکي ولې نیول شوي او چیرته وړل شوي.
تر اوسه معلومه نده چې د طلوع نیوز دا کار کوونکي ولې نیول شوي او چیرته وړل شوي.

په طلوع نیوز کې یوه سرچینه وایي د طالبانو د استخباراتو غړیو د دې مطبوعاتي ادارې یو خبر ویونکی، د خبرونو د څانګې مسؤل او یو بل کار کوونکی نیولي دي.

دې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته تائید کړه چې طالبان پنجشنبه ماښام مارچ ۱۷ (کب۲۶) د طلوع نیوز ودانۍ ته ننوتل او د خبرونو مسؤل خپلواک صافی، د خبرونو ویاند بهرام امان او یو بل کار کوونکی چې د " حقوقي څانګې مسؤل" بلل شوی د ځان سره وړي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر هم په ټویټر کې لیکلي چې د طالبانو لخوا د طلوع نیوز د خبریالانو د اجباري نیول کیدو په هکله ورته د اعتبار وړ راپورونه ور رسیدلي دي او پدې هکله یې "ژوره اندیښنه" ښودلې.

په پیغام کې لیکل شوي، " ملګري ملتونه د هغو کسانو د خلاصیدو غوښتنه کوي چې وسله والو کسانو نیولي دي او همدارنګه د خبریالانو او آزادو مطبوعاتو د کار کوونکو نیولو ، ګواښلو او ډارولو بندیدل غواړي".

طالبانو تر اوسه د طلوع نیوز ددې دریو کار کوونکو د نیول کیدو په هکله څه ندي ویلي.

تر اوسه دا هم نده معلومه چې د طلوع نیوز دا کار کوونکي په کوم دلیل نیول شوي او چیرته وړل شویدي خو د دې پیښې نه څو ساعته وړاندې طلوع نیوز په یوې اعلامیې کې ویلي و چې دې شبکې د طالبانو په امر د بهرنیو سریالانو خپرول بند کړل.

د طلوع نیوز په اعلامیې کې ویل شوي، " د افغانستان په تصویري رسنیو کې د بهرنیو سریالونو پر خپرېدو د پرېکنده بندیز په رابطه د سرپرست حکومت د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت د حکم پر بنسټ، د موبي ګروپ اړوند رسنۍ سر له نن شپې په موقت ډول د سریالونو خپرول بندوي".

د موبي ګروپ چې طلوع، طلوع نیوز او لمر ټلویزیوني شبکو تر څنګ راډیویي خپرونې هم لري په اعلامیې کې ویلي چې د طالبانو د استخباراتو ادارې ترې د بهرنیو سریالانو نه خپرولو په هکله په لیکلې بڼې ضمانت غوښتی.

خو وروسته تر هغه چې د طلوع نیوز د دې کار کوونکو د نیول کیدو خبر خپور شو، د دې شبکې د رسمي ټویټر څخه دا اعلامیه هم پاکه شوه.

XS
SM
MD
LG