د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي وايي کندهار لپاره یې د طالبانو والي وژلی


افغان چارواکي وایي دغه طالبان د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوي دي.
افغان چارواکي وایي دغه طالبان د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، چې په کندهار کې يې د نظامي عملیاتو پر مهال د کندهار لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی والي مولوي حیات الله او د هغه مرستیال مولوي احمدشاه همت له ۴۳ نورو وسله والو سره وژلي دي.

د کندهار امنیه قومندان او د جنوبي ولایاتو اوپراتیفي رئیس جنرال عبدالرازق امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې مولوي حیات الله او د هغه مرستیال مولوي احمدشاه همت د کندهار – اروزګان د لويې لارې پر سره په روانو پوځي عملیاتو کي تیرماښام شاولي کوټ ولسوالۍ سره وژل شوي دي.

جنرال عبدالرازق وویل، وسله والو طالبانو له نورو سیمو څخه هم خپل ملګري سیمې ته د جګړې لپاره را غونډ کړي وو .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په یو بیان کې ویلی چې دا طالبان د یکشنبې د ورځې په جګړه کې چې سهار لس بجې پیل شوې وه او د مازیګر تر څلوربجو یې دوام درلود وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په دغه جګړه کې افغان ځواکونو ته د سر د پیښ شوي زیان په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

اخوا، طالبانو د افغان چارواکو دا ادعا په کلکه رد کړې ده او ویلي چې په دغه جنګ کې هغوی ته کوم زیان رسېدلی نه دی.

د کندهار – اروزګان لویه لار له تیري یوې اونۍ راهیسې د سختو نښتو شاهده ده خو کله ، کله د عامو خلګو وسایط په وقفه يي ډول ور باندې تګ راتګ کوي .

د تیرې اونۍ په پيل کي وسله والو طالبانو په دغه لویه لاري د کټه سنګ په سیمه کې د پولیسو ۲۱ امنیتي پوستې ونیولي چې ورسره په دغه لاره تګ راتګ هم بند شو.

د کندهار ارزګان د لويې لارې د پرانیستلو په نظامي عملیاتو کې د کندهار د لویو لارو دساتنې د پوليسو قومندان سمونمل حاجي لالا هم اوړمه ورځ د وسله والو طالبانو په یوه برید کې سخت ټپي شوی دی .

افغان امنیتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو له خوا نومول شوی والي مولوي حیات الله په جنوبي ولایاتو کي د وسله والو طالبانو له مشهورو جنګي قومندانانو څخه بلل کیده چې تیر کال يې په زابل کي د کابل – کندهار د لويې لارې د بندیدو په شمول د خپلې سیالې غاړې ملا منصور دادالله د وسله والو په ځپلو کې هم مهم رول در لود .

طالبانو په کندهار ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې د دغه ولایت لپاره د دغې ډلې د نومول شوي والي، د والي مرستیال او ۴۳ نورو طالب جنګیالیو د وژل کیدلو په باب د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ادعا ناسمه بللې ده

طالبانو په یو بیان کې د دغې ډلې د ویاند قاري محمد یوسف احمدي له خولې ویلي چې د تیرې ورځې په جګړه کې د دوی وسله والو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

همداشان احمدي ادعا کړې چې د تیرې ورځې په جګړه کې طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو ۱۷ عسکر وژلي او د کندهار- ارزګان د لارې د خلاصولو لپاره یې د افغان ځواکونو برید بیرته په شا وهلی دی او دا لویه لاره لاهم د طالبانو د وسله والو له خوا تړل شوې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG