د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان تیره شپه ۱۷۲ افغان مسافر پر تورخم افغانستان ته را اړولي


پاکستان په تورخم او چمن - سپین بولدک کې افغانستان سره خپل سرحد له تیرو دوو اونیو تړلی دی
پاکستان په تورخم او چمن - سپین بولدک کې افغانستان سره خپل سرحد له تیرو دوو اونیو تړلی دی

د ننګرهار په ولایت کې چارواکي وايي چې پاکستاني سرحدي ځواکونو تېره شپه ۱۲ بجې هغه ۱۷۲ افغان مسافر د تورخم پر دوازه افغان غاړې ته راوړولي چې له تېرو دوو اونیو د پاکستان د پوځ له خوا د سرحد د تړلو له امله د سرحد هغې غاړې ته بند پاتې وو.

د ننګرهار د کډوالو رییس غلام حیدر فقیرزي امریکا غږ ته وویل چې په دغو افغانانو کې ښځې او ماشومان او ناروغان شامل و .

په تورخم کې افغان پوله ساتونکو ځواکونو امریکا غږ ته ویلي چې د تورخم پر دوازه راوښتونکو مسافرو ورته ویلي چې دوی یې د تېرو دوو اونیو راهیسې د پاکستان حکومت سره بندیان وو.

په تورخم ښارګوټي کې یو پوله ساتي سرتیري امریکا غږ ته وویل چې دغه کسان پاکستاني سرحدي ځواکونو یوه نیمه اونۍ وړاندې تورخم کې افغان پوله ساتونکو ځواکونو ته وښودل، خو وروسته یې بېرته ستانه کړل او د پاکستاني ځواکونو دلیل داو چې په دغو خلکو شک لري او غواړي پوښتنې ګروېږنې ترې وکړي.

له دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو په تورخم کې ۹۰ افغان مسافر دې غاړې ته راوړ وړي وو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي چې دیپلوماتیکي هڅې لا هم روانې دي چې د تورخم دوارزه د مسافرو پر مخ پرانیستل شي.

په اسلام اباد کې افغان سفیر وړمه ورځ په خپله فیس بوک پاڼه لیکلي و چې که پاکستان لارې نه خلاصوي نو دوی به له افغان حکومت دڅخه وغواړي چې په پاکستان کې ایسار مسافرو د طیارو له لارې افغانستان ته انتقال کړي .

د پاکستان حکومت د تېرې نژدې یوې میاشتې راهیسې خپلې ټولې سرحدي لارې له افغانستان سره تړلي دي.

د تورخم په دورازه کې اوس هم دواړو غاړو ته ایسار خلک په دې تمه دي چې لاره به ددوی د تګ راتګ لپاره خلاصه شي، خو تر اوسه لا مالومه نه ده چې دغه لاره به کله خلاصېږي.

XS
SM
MD
LG