د لاس رسي وړ اتصالات

چین کې بوړ بوړه کۍ ۱۲ کسان وژلي


بوړ بوړه کۍ خلکو ته په میلونونو ډالر مالي زیان رسولی.
بوړ بوړه کۍ خلکو ته په میلونونو ډالر مالي زیان رسولی.

په چین کې چارواکي وایي د هیواد په مرکزي او ختیځو برخو کې پرله پسې بوړ بوړه کیو شاوخوا ۳ سوه کورونه ویجاړ کړي او لږ تر لږه ۱۲ تنه یې وژلي دي.

د سیمه ایزو حکومتي چارواکي وایي چې ۸ تنه د ووهان او ۴ د شنګزي په ښارونو کې وژل شوي.

د سینهیوا خبري اژانس ویلي چې د شنګزي په ښار کې د سخت باد له وجې کورونو او فابریکو ته سخت زیان رسیدلی. په راپور کې ویل شوي چې بریښنا هم پرې شوې. باد او توپان شاوخوا ۱۵۰ تنه برسیرن ټپي کړي هم دي.

ها خوا بیا د ووهان په ښار کې توپان چې د باد چټکوالی پکې په ساعت کې ۸۶ کیلو متره و، د خلکو ګڼ شمیر کورونه ویجاړ کړي او په شاوخوا ۲۷ زره کسانو یې بریښنا پرې کړي. پدې ښار کې د ۸ کسانو د وژل کیدو سربیره ۲۳۰ تنه ټپي شوي هم دي.

سره لدې چې رسمي ارقام تر اوسه ندي ورکړل شوي خو په مطبوعاتو کې ویل شوي چې د ووهان په ښار کې بوړ بوړه کۍ خلکو ته شاوخوا ۵.۷ ملیون ډالر مالي زیان رسولی.

په چین کې ډیر لږ وخت بوړ بوړه کۍ راځي. تیر ځل د ۲۰۱۹ کال د جولای په میاشت کې توپان د دې هیواد په شمال ختیځ کې ۶ تنه وژلي و او ۸ نور یې بیا په جنوب کې په یوې تفریحي سیمه کې وژلي و.

XS
SM
MD
LG