د لاس رسي وړ اتصالات

دایکندي کې دوو ځوانانو د کوژدو په پیسو روغتیايي برخې سره مرسته وکړه


هغه ځوانان چې د خپلو کوژدو پیسې روغتیا ریاست ته ډالۍ کړې
هغه ځوانان چې د خپلو کوژدو پیسې روغتیا ریاست ته ډالۍ کړې

د افغانستان په دایکندي ولایت کې دوو ځوانانو د خپلې کوژدې مراسمو د لګښت په پیسو روغتیايي کڅوړې رانیولي او د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته یې سپارلي دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې راضیه الفت او بشیر بیګزارد د خپلې کوژدې مراسم نن یکشنبه اپریل ۱۸(وری ۳۱) د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د ودانۍ په انګړ کې نیولي وه او ۱۴۰ روغتیايي کڅوړې یې د بامیانو او دایکندي ولایتونو روغتیايي بنسټونو ته ډالۍ کړې.

راضیه په دې اړه امریکا غږ ته وویل:" د دې لپاره مو دا کار وکړ چې د کرونا ویروس خورېدل افغانستان کې کړاو را منځته کړی. او موږ وغوښتل په دغه کار د ټولنې هغو وګړو سره مرسته وکړو چې ځپل کیږي."

هغې زیاته کړه چې خپل له کوژدن سره یې دغه پریکړه کړې وه چې د کوژدې لګښت یې ۱۴۰زره افغانۍ وې.

له دغو پیسو دوی سل روغتیايي کڅوړې اخیستلي چې ۶۰ کڅوړې د دایکندي او پاتې یې بامیانو ته لېږلي دي.

دغه ځوانان له نور غواړي چې د ودونو په لګښتونو باید له اړمنو کسانو سره مرسته وشي او ځوانان دې له بې ځایه لګښتونو ډډه وکړي.

د دغه ولایت چارواکي وايي چې دغه روغتیايي کڅوړې به بیلابیلو ولسوالیو ته واستول شي.

افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې نیږدې زرو کسانو ته رسېدلي دي.

دا په داسي داسي حال کې ده وړمه ورځ هم په کابل کې هم دوو جوړو د خپل واده د لګښت پیسې پر اړمنو کسان و وېشلې.

XS
SM
MD
LG