په افغانستان کې د ګڼو بهرنیو خوړو د رسټورانونو سره سره، د دودیزو خوړو رسټورانونو خپل ځای ساتلی دی. په کابل ښار کې د وحید په نوم یو مشهور رسټوران له شاوخوا ۷۵ کلونو را هیسې چاینکي پخوي.
ددغه خوړنځي خاوند وایي، ۲۵ کلن و چې دا کار له پلاره ورته پاتې شو، او لا تر اوسه د دوی خواړه خپل ځانګړي مینه وال لري.
ددغه رسټوران په کوچني پخلنځي کې هره ورځ، په شاوخوا ۲۰۰ کوچنیو چاینکو کې د پسه تازه غوښې پخیږي، چې چاینکي یې بولي.
د وحید رسټوران مالک وايي: "زه تقریباً ۳۰ کاله کیږي چې دا د چاینکي پخولو دنده پرمخ وړم، د پلار له مړینې وروسته دا کار زما پرغاړه شو، دا مې د پلاره نښه ده او زه غواړم دا نوم روښانه پاته شي."
وحید په ۱۳ کلنۍ کې ښوونځی پریښود او له خپل پلاره د خوندورو چاینکي پخولو راز په زدکړه بوخت شو، هغه راز چې د ۶۰ کلونو راهیسې پکې کوم تغییر نه دی راغلی، خولا هم دغه زاړه خوړنځي ته د چاینکي مینه وال راکاږي.
د غلام عثمان ترین په نامه یو تن چې د چاینکي خوړلو لپاره دغه راسټوارن ته راغلی وايي: "زه تقریبا ۶۸ کلن یم، ددغه رسټورانټ نه ډیر پخوا خبر وم، چې تر ټولو ښه چاینکي د کابل په منډیي کې د کاه فروشۍ سیمه کې دغه رسټورانټ پخوي، نو موږ دلته راغلو. یو دوه ځایه نور هم تللي یو خو دا ځلې دلته راغلو."
ځینې خلک دغه خوړنځای ته د کلونو کلنو را هیسې راځي. په اصل کې د بدخشان اوسېدونکی ذبیح الله د ۱۵کلونو راهیسې په اونۍ کې درې ځلې دغه رسټوران ته راځي او له چاینکي خوړلو خوند اخلي.
هغه وايي: "دا زموږ دودیز خواړه دي، دا د هیواد له طبیعي توکو پخیږي، دا غوښې درندې نه دي زه یې چې وخورم تر ماښامه مې حال برابر وي، ما ته کومه ستونزه نه پیښوي، غوښې یې وطني دي، بهرنۍ مسالې پکې نه ګډوي."
چاینکي پخول پنځه ساعته پرله پسې پاملرنه غواړي تر څو پخه شي. د وحید رسټورن خاوند وایي، د خپل کاروبار راتلونکی ځکه په خطر کې ګڼي چې ۱۰ ماشومان لري خو یو یې هم ددغه سره لیوالتیا نلري.