د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار ـ هرات پر لار ترافیکي پيښه کې ۱۵ مسافر مړه شوي


د افغانستان په لویو لارو کې اکثره ټرافیکي پیښې د موټرو د زیات سرعت او د ډرایورانو د بې اختیاطۍ له امله پیښیږي.
د افغانستان په لویو لارو کې اکثره ټرافیکي پیښې د موټرو د زیات سرعت او د ډرایورانو د بې اختیاطۍ له امله پیښیږي.

د کندهار – هرات پر لویه لار نن سهار (وږي ۱۷ مه) د کندهار ژړۍ ولسوالۍ کې د يوه بس او لارۍ ترمنځ د ټکر په پېښه کې ۱۵ مسافر وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي.

په وژل شویو کسانو ک۳ ښځې او ۳ ماشومان شامل دي.

دغه راز په ۲۵ ټپي شوو مسافرو کې هم ښځې او ماشومان شامل دي.

پېښه نن سهار وختي شپږ بجې د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د حوض مدد په سیمه کې رامنځ ته شوې.

د پېښي قربانیان د پوليسو او اردو له لوري د میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوي.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې پېښه کې ټول د ۴۰۴ مسافر وړونکي بس سپرلۍ ته مرګ ژوبله اوښتې.

دی زیاته وي چې په حوض مدد سیمه کې د مازدا لارۍ او ۴۰۴ مسافر وړونکي بس ترمنځ ټکر د بې اختیاطۍ له کبله رامنځ ته شوې.

ښاغلي عزیز وویل "سهار شپږ بجې د ټکر په دې پېښه کې ټول ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۱۵ وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي چې ټپیانو کې هم ۳ مېرمني او یو ماشوم او په وژل شویو کې ۳ مېرمني او ۳ ماشومان شامل دي".

مسافر وړونکی بس له کندهار څخه د هرات ولایت ته مسافر لیږدول.

د کندهار د عامي روغتیا ریس ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د ۴ تنو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

تېره اونۍ په کندهار کې د ترافیکي پېښو د مخ نیوي لپاره ترافیک پوليسو یو لړ نوي اقدامات تر سره کړه چې له مخکې يې د مسافر وړونکو موټرو د ګړندي تګ مخه نیول ښودل شوي وو.

د کندهار ترافیک پوليس وايې چې د لویو لارو پر سر يې د مسافر وړونکو موټرو د سرعت د کنټرول په برخه کې پام زیات کړی او پدې اړه يې ۴ بسان تېره ورځ جریمه کړي هم دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG