د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې په ترافیکي پیښه کې ۵۲ مسافر وژل شوي


د پېښې علت د ډریورانو بې احتیاطي او د ګاډو زیات سرعت ښودل کیږي.
د پېښې علت د ډریورانو بې احتیاطي او د ګاډو زیات سرعت ښودل کیږي.

د غزني سیمه ایز چارواکي وایي، د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني د مقر په ولسوالۍ کې نن سهار په یوه خونړۍ ټرافیکي پیښه کې ۵۲ وژل شوي ۷۳ نورټپیان شوي.

چارواکي وایي، د پېښي په ټپیانو کې تر ۳۰ د زیاتو کسانوروغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی .

دغه خونړۍ ترافيکي پېښه د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني ولایت د مقر په ولسوالۍ کې نن سهار ۶ بجې او ۳۰ دقیقې د دوه مسافروئونکو موـرو او د یو ټانکر رامنځ د ټکر پ پایله کې رامنځ ته شوې ده.

د مقر ولسوال وحیدالله امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، تر ټکر وروسته دوو ۳۰۳ موټرو او یوه ټانکر موټر اور اخیستی چې وژل شوي مسافر پکښې سوځيدلي او هویت يې هم ندی معلوم .

د مقر ولسوال زیاته وي چي د دواړو موټرو ترمنځ یو ټانکر موټر هم را ګیر سوی چي اوس هم د اورلمبې ور باندي ګرځي.

ښاغلي وحیدالله وویل " ممکن د وژل شویو کسانو شمېر نور هم زیات شي، د ملي اردو د اوبو ټانکران پر موټرو د لګیدلي اور په مړه کولو اخته دي، د وژل شویو کسانو جسدونه دومره سوځيدلي چې نه پېژندل کیږي."

ولسوال وحیدالله زیاتوي دوه مسافر وړونکي موټر ۳۰۳ دي چي یو د میوند وردګ او بل هم د هلمند بس ترانسپورت اړوند مسافر وړونکي موټر دي .

تر پېښي وروسته د اورلګیدو له کبله په سیمه کې د کابل – کندهار لویه لار د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې خو کوچني موټر له خامه لارو څخه خپل سفر ته دوام ور کوي .

ویل کیږي چې د موټروانانو د بې احتیاطۍ او ګاډو د سرعت له کبله دا پېښه شوې ده، د دوی په منځ کې د تیلو ټانکر هم را ګیر شوی چې بیا اور بل شوی دی.

پولیس وایي، جګړو له کبله د کابل – کندهار د لويې لاري تخریب شوې برخي او نړیدلي پلونه او پلچکونه ، زیات سرعت او د ترافیکي قوانینو نه مراعات د دغه ډول خونړیو ترافیکي پېښو سبب بلل کیږي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG