په پاریس کې د هغو ۱۴ کسانو محاکمه پیل شوې چې پنځه کاله مخکې د انګلیش کانال له لارې بریتانیا ته د کډوالو د قاچاق او د څه باندې ۳۰ کسانو د ډوبېدو په پېښه کې په لاس لرلو تورن دي.
دا په انګلیش کانال کې د کډوالو د مړینې تر ټولو خونړۍ پېښه بلل کېږي.
د محکمې د اسنادو له مخې، کډوال په یوې داسې وړې کښتۍ کې سپاره وو او د بریتانیا پر لور یې خطرناک سفر کاوه چې پکې له اندازې زیات بار ځای پر ځای شوی و. کښتۍ وروسته په اوبو کې له کاره ولوېده او ډوبه شوه.
د فرانسې څېړونکي ادعا کوي چې د افغان او عراقي کردي قاچاقبرانو شبکو د فرانسې په شمال کې له ګراند سنت او کاله ښارونو سره نږدې له کمپونو څخه بریتانیا ته د کډوالو د لېږد چارې تنظیم کړې وې.
پر تورنو کسانو د غیرعمدي وژنې، په منظمې ډلې کې د ناقانونه کډوالۍ د اسانتیا برابرولو او جنایي توطیې په ګډون تورونه لګېدلي دي.
د محکمې د اسنادو له مخې، په پېښه کې ۲۷ جسدونه موندل شوي، خو لږ تر لږه څلور کسان لا هم ورک دي. یوازې دوه کسان له پېښې ژوندي پاتې شوي دي.
د قربانیانو اکثره عراقي کردان وو، خو په هغوی کې افغانان، ایتوپیایان، یو مصری، یو سومالیایي، یو ایراني کرد او یو ویتنامی هم شامل وو. د پېښې تر ټولو کم عمره پېژندل شوې قرباني اووه کلنه نجلۍ وه.
د څېړنو له مخې، کډوال په داسې کښتۍ کې سپاره شوي وو چې د سمندر د سفر لپاره مناسبه نه وه او د ژغورنې کافي واسکټونه یې هم نه درلودل.
د بریتانیا یوې څېړنې وروسته وویل چې د دغو کسانو مرګ د مخنیوي وړ وو. په څېړنه کې ویل شوي چې د فرانسې یوې سمندري کښتۍ د بریتانیا د ساحلي ساتونکو د مرستې غوښتنې ته ځواب نه و ورکړی او د لټون په بهیر کې هم یو شمېر ناسمې پرېکړې شوې وې.
د قربانیانو د کورنیو وکیلانو ویلي چې یو شمېر کورنۍ به له عراقي کردستان څخه د محاکمې د یوې برخې د ګډون لپاره پاریس ته سفر وکړي.
تمه ده چې دا محاکمه د سپتمبر تر ۳۰مې دوام وکړي
فورم \ دبحث خونه