د لاس رسي وړ اتصالات

تایوان کې د اورګاډي د ټکر له امله ۴۸ تنه مړه شوي


تر پېښې وروسته مسافرین د ځان ژغورلو پرمهال.
تر پېښې وروسته مسافرین د ځان ژغورلو پرمهال.

په تایوان کې له رېل پټلۍ څخه د اورګاډي د وتلو له امله ۳۶ تنه وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ژوبل دي.

د اسوشېټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې دغه پېښه نن جمعه اپرېل ۲ (وري ۱۳) د تایوان په ختیځ کې شوې ده.

د هوالین ښار چارواکو ویلي په یاد اورګاډي کې ۵۰۰ تنه مسافرین سپاره وو.

یوه ښځه چې له دغې پېښې ژوندۍ راوتلې ده وايي چې انسانان پر یو بل باندې پراته وو.

دا په تېرو څلورو لسیزو کې په تایوان کې د اورګاډي د ټکر تر ټولو بده پېښه بلل کیږي.

د تایوان د اورګاډې ادارې یوه چارواکي ویلي چې تر پېښې وروسته ګڼ شمېر کسان ژغورل شوي، خو زیاته کړې ده چې د نورو کسانو د ژغورلو هڅې هم روانې دې.

رویټرز خبري اژانس وايي چې اورګاډی روان چې نا ببره یوه لارۍ له سړک ښویدلې او د اورګاډي مخې ته غورځېدلې ده.

په سیمه کې د بیا رغونې کارونه روان وو او دا لارۍ د همدغې پروژې وه.

په اورګاډي کې یو شمېر سیلانیان وو او ځینې نور یې بیا هغه کسان وو چې کورونو ته په رخصتۍ روان وو.

XS
SM
MD
LG