د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو اړوند ټول مواد له ولایتونو نه کابل ته انتقال شول

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تلې پر شپږمه نېټه وشوې.
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تلې پر شپږمه نېټه وشوې.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ټولو ولایتونو نه کابل ته د انتخاباتو اړوند د حساسو موادو د انتقالیدو بهیر بشپړ شو.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د یکشنبې په ورځ د اکتوبر پر۶مه امریکا غږ ته وویل، چې پدې موادو کې محافظتي کڅوړې او بایومیټریک وسایل شامل دي، چې د ملي او نړیوالو مشاهدینو او ناظرینو په حضور کې به خلاص او د پروسس لپاره به د معلوماتو د ثبت ملي مرکز ته واستول شي.

ابراهیمي وړاندې وویل چې د اتو ولایتونو د پایلو فورمې هم د معلوماتو د ثبت ملي مرکز ته استول شوي دي.

ښاغلي ابراهیمي همدارنګه وویل، چې له دغه جملې څخه ۶زره فورمونه د انتک، سکن او تصفیې په ګډون د ځينو پړاوونو تر تېرولو وروسته په سیستم کې داخلولو ته تیار شوي دي.

د ټاکنو کمېسیون وايي، ټاکل شوې ابتدايي پایلې، د روانې «تلې میاشتې پر۲۷مه» او وروستۍ پایلې به د راتلونکي لړم میاشتې پر ۱۶مه اعلان کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني بیا تیره ورځ وویل، چې ټاکل شوې نوی ولسمشر په درې اونیو کې لوړه وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG