د لاس رسي وړ اتصالات

بېسېنټ: ټرمپ به په داووس کې نړۍ ته وښيي چې"امریکا خپل عظمت بیرته تر لاسه کړی"


د امریکا د مالیې وزیر، سکاټ بېسنټ
د امریکا د مالیې وزیر، سکاټ بېسنټ

د امریکا د مالیې وزیر، سکاټ بېسنټ، وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ مشرانو ته دا پیغام ورکوي چې «امریکا بېرته خپل عظمت تر لاسه کړی». دا پداسې حال کې ده چې ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د سویس په داووس کې، نړیوال اقتصادي فورم په نوم غونډې ته د وینا دپاره چمتووالی نیسي.

کله چې له بېسنټ څخه د ولسمشر د موخو او داووس کې د هغه د خبرو د موضوع په اړه پداسې حال کې وپوښتل شول چې د ګرینلنډ او نورو کړکېچنو موضوعګانو په شان نړیوال بدلونونه دوام لري نو هغه چې په داووس کې دی، وویل ټرمپ به د تېر یو کال په ترڅ کې د خپلې ادارې پر کارونو خبرې وکړي.

هغه د سه‌شنبې په ورځ د CNBC په نوم خبري شبکې ته وویل: «هغه څه چې ولسمشر یې غواړي پرې خبرې وکړي، او هغه څه چې زه یې غواړم پرې خبرې وکړم، دا دي چې دا واک ته د ولسمشر د رسېدو د یو کال کلیزه ده. موږ د نړۍ تر ټولو پیاوړی اقتصاد لرو، د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځ لرو، او امریکا بېرته خپل عظمت تر لاسه کړی، او د امریکا مشرتابه همداسي وي.»

بېسنټ د امریکا د هغه پلاوي په اړه چې د نړیوال اقتصادي فورم غونډه کې ګډون کوي، وویل: «موږ دلته ددې دپاره راغلي یو چې د امریکا د سوکالۍ پیغام خپور کړو. راشئ او له موږ سره یوځای شئ- (امریکا لومړی) دا معنا نه لري چې امریکا یوازې ده.»

بېسنټ وویل چې اداره د ولسمشر د اقتصادي اجنډا د پلي کولو لپاره «په خورا چټکۍ» مخکې روانه ده، او ویې ویل چې دا اجنډا (درې مهمې سټې لري- یوه سوداګري، مالیه، او د مقرراتو راکمول.»

هغه زیاته کړه: «او اوس هغه څه چې عملي کېږي، همدا د مقرراتو راکمول دي.»
ولسمشر ټرمپ پلان لري چې د دې اوونۍ په ترڅ کې د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې د امریکا یوه نوې تګلاره اعلان کړې چې موخه یې د

امریکایانو لپاره د کورونو د اخیستلو دپاره د لګښتونه راکمول دي. سپینې ماڼۍ تایید کړه چې ولسمشر به دا نوښت د چهارشنبې په ورځ په خپله وینا کې تشریح کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند، ډېوېس اېنګل، د یوه برېښنالیک له لارې امریکا غږ ته وویل: «ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې چې د هغو امریکایانو لپاره د کور اخیستلو د توان کچه لوړه کړي چې لا هم د جو بایدن د اقتصادي ناورین له ناوړو اغیزو څخه کړیږي او دا اداره ژمنه ده چې د امریکا د خلکو د ملاتړ لپاره هره ممکنه وسیله وکاروي .»

هغه زیاته کړه: «ولسمشر ټرمپ به ډیر ژر نوې تګلارې اعلان کړي چې د امریکایانو دپاره به د خپل کور د مالکیت ارمان ورته بیرته را ژوندی کړي.»

نړیوال اقتصادي فورم یا (WEF) یوه نړیواله اداره ده چې د نړۍ سیاسي او اقتصادي مشران سره راټولوي، تر څو د نړیوالو چارو، لکه اقتصاد، ټکنالوژۍ او جیوپولیټیکي مسایلو په اړه بحث وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG