د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا قومي مشران طالبانو ته:د غني د سولې وړاندیز ومنئ


په پکتيکا کې قومي مشرانو پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې له جنګ لاس واخلي او د سولې لپاره د جمهور رئیس محمد اشرف غني طرحه ومني.

دا غونډه چې د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې رابلل شوې وه، د ارګون زون د لسو ولسواليو د قومي مشرانو تر څنګ ولايتي حکومتي چارواکو او له کابله ځينو ورغلو میلمنو هم پکې ګډون کړی و.

غونډې ته ويناوالو د سولې په اړه د جمهر رئیس محمداشرف غني د طرحې په ملاتړ او پر ډيورنډ کرښه د ازغنو تارونو د لګولو په اړه څرګندونې وکړلې او د قومونو پر يووالي يې ټينګار وکړ.

د وزيرو قوم مشر قدرت الله وزير وويل، چې پاکستان ورځ تر بلې د افغانستان په خاوره کې دننه راځي او غواړي په دې سره په سيمه کې نفوذ ډېر او د ډيورنډ کرښې رسمي کېدو ته زمینه مساعده کړي.

”پاکستان له موقع څخه استفاده کوي. په ډېرې سپين سترګۍ سره ورو، ورو له اعظم ورسک نه کرښه رامخکې کوي. ۲۵ کيلومتره يې دې خوا ته ساحه لاندې کړې ده‟.

سره له دې چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو پرتو قومونو او افغان حکومت پر دغې کرښې د ازغنو کټارو له لګولو سره کلک مخالفت څرګند کړی، پاکستان پر ډيورنډ کرښه کټارولو لګولو ته دوام ورکړی.

د پکتيکا والي محمد الياس وحدت غونډې ته وويل، چې پاکستان غواړي په ډيورنډ فرضي کرښه لر او بر پښتانه سره بېل کړي، خو زياته يې کړه چې دا کرښه نه چا منلې او نه به يې څوک ومني.

”دغسې کرښه چې د دوو وروڼو پټي يې بېل کړي دي، د يوه کلي جومات يې بېل کړی وي او د يوه کلي کورونه وېشي، دا به څوک ومني‟.

د غونډې يو شمېر نورو ويناوالو بیا د سولې د ټينګښت لپاره د ولسمشر محمداشرف غني له لوري وړانديز شوې طرحې ته په اشارې سره له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

د افغانستان د قومونو او قبايلو چارو وزارت استازي نيازمحمد اميري وویل، د سولې يادې طرحې هېوادوال او نړۍ په دې قانع کړل، چې افغان حکومت د سولې راوستلو ته ژمن دی.

اميري وايي: ”د سولې لپاره د ولسمشر ګذشت د مخالفينو په مقابل کې او هغه ميړانې د مخالفينو په مقابل کې هم ګاونډيان حيران کړي وو او هم دنياوال حيران کړي وو، چې څنګه يو حاکم دولت دومره ډېر ګذشت کولای شي‟.

ولسمشر محمد اشرف غني وسله والو طالبانو ته پرته له کوم قيد او شرط د سولې وړانديز کړی، خو د طالبانو له لوري تر اوسه دې وړانديز ته د هو او يا رد ځواب نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG