د لاس رسي وړ اتصالات

د 'ترویکا پلس' غړو له طالبانو وغوښتل ترهګرۍ سره خپل روابط بند کړي


د ترریکا پلس غړو د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۰) د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د افغانستان د مختلفو مسایلو لکه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، ناوړه اقتصادي وضعیت، بشري کړکیچ او د میرمنو د حقونو په اړه بحث وکړ.

د امریکا، چین ، پاکستان او روسیې له غړو څخه جوړ د ترویکا پلس غونډې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د وضعیت په اړه خپلې اندیښنې او غوښتنې بیان کړې.

د ترویکا غونډې په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په غندلو سره له طالبانو وغوښتل چې نه یوازې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې په پریکنده ډول بندې کړي بلکې اجازه ورنکړي چې ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې د سیمې او نړۍ د هیوادونو په وړاندې استفاده وکړي.

په دې مشترکه اعلامیه کې همدارنګه له طالبانو غوښتل شوي چې د خپلو ګاونډیو په وړاندې دوستانه چلند ولري او په نړیوالو منل شویو تعهداتو او قوانینو عمل وکړي.

د ترویکا پلس په مشترکه اعلامیه کې راغلي دي چې د یادو هیوادونو استازو د خپلې غونډې په څنډه کې د طالبانو له استازو سره هم خبري کړي دي.

د غونډې ګډونوالو په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري‌ او اقتصادي وضعیت په اړه ژوره خواشیني ښکاره کړې او د هغه هیواد له خلکو څخه یې د ټینګ ملاتړ غوښتنه کړېده.

په دې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پریکړه لیک ټینګار شوی چې له مخې یې د افغانستان په واکمني، خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار شوی او ویل شوي چې یاد هیواد باید له ترهګرۍ او د نشه یي توکو پورې د اوړندو جرایمو څخه خلاص وي او د سیمې په ثبات او نښلیدو کې ونډه ولري.

د ترویکا پلس غړو همدارنګه له طالبانو غوښتي دي چې همه شموله حکومت جوړ کړي ، د افغانستان د وګړو حقونو ته درناوی وکړي او میرمنې او نجونې د کار او تحصیل په ګډون د ژوند په ټولو برخو کې مساوي حقوق ولري.

د یادې غونډې ګډونوالو هوکړه وکړه چې له طالبانو سره په تعامل کې ووسي څو هغوی منځلارې پالیسي ګانې عملي کړي او په هغه هیواد کې هوساینه او ثبات ډیر ژر رامنځ ته شي.

دې اعلامیې له افغانستان سره د عاجلو نړیوالو مرستو هرکلی شوی خو په عین وخت کې یې د هغه هیواد د اقتصاد د سقوط، د انساني ناورین د زیاتیدو او د کډوالو د تازه موج په اړه اندیښنې څرګندې شوي.

د ترویکا پلس له غونډې څخه یوه ورځ مخکې، د پاکستان رقیب هیواد هند هم د افغانستان په اړه د سیمې د ملي امنیت د سلاکارانو په کچه د یوې غونډې کوربه توب وکړ چې پکې د پاکستان او چین استازو ګډون نه وو کړی.

د نوې ډهلي په غونډه کې اتو ګډون کوونکو هیوادونو، هند، ایران، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان ، ترکمنستان او ازبکستان له افغانستان څخه د ترهګرۍ او د نشه یي توکو د قاچاق په شان تهدیداتو سره په مشترکه مبارزه او له د ژمې له رارسیدو مخکې له هغه هیواد سره د بشري مرستو په ترسره کیدو ټینګار وکړ.

ملګرو ملتونو تل خبرداری ورکړی چې افغانستان ناوړه بشري ناورین ته نږدې دی او د هغه هیواد څه باندې نیمایي وګړي د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG