د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه کې د لارۍ په حملې کې ٨۴ کسان وژل شوي


خلک د نیس په ښار کې د خپلواکۍ د جشن د لمانځلو لپاره راټول شوي وو.
خلک د نیس په ښار کې د خپلواکۍ د جشن د لمانځلو لپاره راټول شوي وو.

د فرانسې په جنوبي ښار نیس کې د هیواد د ملي ورځې د لمانځنې په مراسمو کې یوه لارۍ د خلکو پر ګڼې ګوڼې بېول شوې چې څه دپاسه ۸۴ کسان یې وژلي او له سلو نه زیات یې ټپیان کړي.

په دې پیښه کې د وروستیو رپوټونو له مخې د ټپیانو شمیر څه دپاسه ٢٠٢ تنه ښودل شوی دی. دا هم ویل شوي چې په لارۍ موټر کې وسلې او لاسي بمونه هم ځای پر ځای شوي و.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې پولیسو د لارۍ موټر چلوونکی ویشتلی او وژلی دی. د امریکا غږ یوه خبریاله لنډا رنجي چې د نیس په ښار کې ده، وایي چې د ډیرو کسانو مړي یې ولیدل چې په ځمکه پراته و.

د فرانسې د نیس ښار د برید وروستي معلومات
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

چارواکو تر اوسه ندي ويلي چې دا به د تروریزم عمل وي خو عیني شاهدان بیا وایي چې لارۍ چلوونکي قصداً په خلکو موټر خیژولی.

دا خلک پیاده ګرځیدل او ټولې لارې کوڅۍ تړل شوې وې خو د لارۍ چلوونکي وکړی شو د خلکو په منځ کې ځانته لار پیدا کړي . هغه موټر په خورا چټکۍ سره په خلکو وخیژاوه او هرې خوا ته یې خلک پرې ووهل.

د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا هولاند د کورنیو چارو په وزارت کې اضطراري غونډه جوړه کړې.

د فرانسې سره د نړیوالو خواخوږي

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما دا برید په سخو ټکو غندلی او هغه یې
د " تروریزم ناوړه" عمل ګڼلی. د سپنې ماڼۍ په اعلامیې کې د نیس د ښار په پیښه کې د وژل شویو او ژوبلو شویو کورنیو سره خواخوږي ښودل شوې.

جمهور رئیس اوباما په اعلامیې کې ویلي خپل ټیم یې امر کړی چې د فرانسې د چارواکو سره اړیکې ونیسي او په تحقیقاتو کې یې د همکارۍ وړاندیز هم کړی.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د فرانسې د ترهګریز برید سخت وغانده او ویې ویل چې پر ملکي وګړو برید جنایت او وحشیانه عمل دی. دغه وحشیانه جنایت نه یوازې د بښنې وړ نه دی، بلکې په هیڅ ډول نه شي توجیه کېدای.

جمهور رئیس غني وویل، تروریزم سرحد، نژاد، دین او مذهب نه پېژني، د ټولې سیمې او نړۍ لپاره ګډ تهدید او خطر دی. هغه یو ځل بیا د دغې شومې پدیدې پر ضد د نړۍ د ټولوهېوادونو پر ګډه مبارزه ټینګار کوي.

د روسيې جمهور رئیس ولادیمير پوتين د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ته په یو پيغام کې د فرانسې سره همدردي ښودلې او ویلي دي " موږ يو ځل بيا وليدل چې انساني ارزښتونه تروريزم ته بې ارزښته دي، د تروريزم قربانيان بې ګناه ملکيان دي چې په کې ښځې او کوچنیان هم شته."

د روسیې صدراعظم دیميتري ميدویدوف هم د فرانسې او د وژل شویو او ټپي شویو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرگنده کړې ده.

د جرمني صدراعظمې انګلا میرکل په منګوليا کې د اسيا او اروپايي هیوادونو د سر مشريزې په څنډه کې ويلي، چې جرمني د تروریزم پر وړاندې جگړه کې د فرانسې ملګری هیواد دی.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په یوه بیان کې هم دغه برید په سختو الفاظو غندل شوی او هغه يې يو وحشيانه او بزدلانه تروريستي عمل بللی دی چې د دوی په وينا د توجهه وړ نه دی.

د اروپايي شورا رئيس ډانلډ تسک هم ويلي چې اروپا به د نفرت او تشدد پر وړاندي د قربانيانو له کورنيو او د فرانسې له حکومت سره ولاړه وي.

د هند صدراعظم نريندرا مودي په خپل ټويټر پاڼه کې د فرانسې دغه له تشدده ډک برید سخت غندلی دیاو د وژل شویو کسانو د کورنیو سره یې خواخوږي څرگنده کړې ده.

د جاپان صدراعظم شينزو آبى ويلي چې دا ډول بريدونه نه شي زغمل کيداى او دا ډير ظالمانه دي. هغه وویل چې په دې سخت وخت کې د فرانسې سره دی.

د چين صدراعظم لي کي چيانګ ويلي چې " مونږ د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوو او مونږ د مصیبت ځپلو کسانو سره خواخوږي لرو، مونږ به د هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې مقابله کوو."

د برتانیې د بهرنو چارو وزير بورس جانسن، د فرانسې د نیس په بريد خپگان ښودلی او په خپل ټويټر کې یې د خلکو په وژنه سخت افسوس کړی دی.

د روسیې صدراعظم دیميتري ميدویدوف هم د فرانسې او د وژل شویو او ټپي شویو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرگنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG