د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې د داعش ۲۷ مشکوک غړي نیول شوي


د ترکیې پولیسو د استانبول په ښار کې ۲۷ تنه پدې شک نیولي چې د اسلامي دولت یا داعش غړي دي او په پولیسو د بریدونو پلان یې درلود.

د ترکیې دولتي خبري اژانس، اناتولیا په راپور کې ویل شوي چې دغه کسان نن د یکشنبې په ورځ، جولاۍ ۱۹ ( چنګاښ ۲۹) د استانبول ښار په ۱۵ولسوالیو کې د تروریزم ضد پولیسو په چاپو کې نیول شوي.

په راپور کې ویل شوي چې دې کسانو په پولیسو د بریدونو پلان درلود خو دا پکې ندي ویل شوي چې بریدونه چیرته او څه وخت پلان شوي وو.

داسې ګمان کیږي چې دې کسانو غوښتل په ټولنیزو شبکو کې د هغو لیکنو په غبرګون کې بریدونه وکړي چې د اسلام پیغبمر، حضرت محمد (ص) ته پکې سپکاوی شوی و. پولیس وایي په چاپو کې ګڼ شمیر اسناد او د کمپیوټر وسایل په لاس ورغلي دي.

د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې تر دې وړاندې هم په تیرو پنځو کالونو کې د ترکیې په یو شمیر سیمو کې بریدونه کړي. تر ټولو خونړۍ برید یې د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر په میاشت کې د سولې په لاریون کوونکو و چې ۱۰۲ کسان پکې وژل شوي و.

داعش ډله چې یو وخت یې په عراق او سوریه کې ګڼې سیمې په واک کې درلودې، اوس یې هغه زور ندی پاتې خو بیا هم په یو شمیر هیوادونو کې وخت ناوخته په امنیتي ځواکونو او عامه ځایونو کې د بریدونو د کولو ادعا کوي.

XS
SM
MD
LG