د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو اتلان وستایل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د ولسمشرۍ آزادۍ مډال د هغه شخص کورنۍ ته د هغه په نوم ورکړ چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د ترهګریزو بریدونو پر مهال یې لږ تر لږه د ۱۰ کسانو ژوند ژغورلی و.

ټرمپ دا مډال د وېلز کروتر کورنۍ ته وړاندې کړ. کروتر د بریدونو په ورځ د نیویارک ښار د نړیوال سوداګریز مرکز په جنوبي برج کې کار کاوه.

شاهدانو ویلي چې کروتر څو ځله د ودانۍ د ۷۸م پوړ ته تللی و او خلک یې د زینو له هغه یوازیني مسیر څخه چې لا بند نه و، خوندي ځای ته رسولي و. کروتر هغه مهال ووژل شو چې ودانۍ ونړېدله

د کروتر مور، الیسن، د سې شنبې په ورځ وویل چې د هغه سرښېندنې موږ ته ددې یادونه کوي چې «په هغو شېبو کې چې نور خلک موږ ته اړتیا لري، موږ هر یو دا قوت لرو چې زړورتیا، خواخوږي او د خدمت لاره غوره کړو.»

ټرمپ دغه دا مدال سپینې ماڼۍ ته څېرمه د ځانکړو مراسمو په ترڅ کې ورکړ، چې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د ۲۵مې کلیزې د یادغونډو یوه برخه وه.

په مراسمو کې د نړیوال سوداګریز مرکز د برجونو د فولادو یوه ټوټه هم نندارې ته وړاندې شوه؛ هغه برجونه چې د القاعدې ترهګرو پرې برید کړی و.

ټرمپ وویل: «نن دلته په الیپس کې د فولادو دغه ټوټه موږ ته دا په یاد کوي چې امریکا له برکته ډک پداسې ځوام سمباله ده چې هېڅ اور یې سوځولی نه شي، هېڅ شر یې ماتولی نه شي او هېڅ ترهګري یې له منځه وړلی نه شي.»

د سې شنبې مراسم د «Steel Across America» په نوم د یوې ګرځنده لړۍ برخه وه.

په دې لړۍ کې دغه د فولادو دا لویه ټوټه د متحده ایالتونو بېلابېلو سیمو ته انتقالیږي، څو د یادونې ترڅنګ د هغو کسانو ترمنځ د اړیکې زمینه هم برابره شي چې د بریدونو پر مهال ژوندي وو او د هغو نویو نسلونو ته هم د تاریخ دا تریخ حقیقت بربنډ شي چې په نیویارک کی د برید ترڅنګ د القاعدې ترهګرو یوه تښتول شوې الوتکه د پنټاګون ودانۍ ته وغورځوله او بله تښتول شوې الوتکه په پنسلوانیا کې ولوېده.

په دغو بریدونو کې نږدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG