د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ پر اروپایي موټرو د گمرکي تعرفو د زیاتولو خبرداری ورکړی


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ
د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ

اروپایي اتحادیې له لورې پر یو شمیر امریکایي اموالو باندې د گمرکي تعرفې د لگولو په غبرگون کې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د جمعې په ورځ ناوخته گواښ وکړ چې په اروپا کې د جوړ شویو موټرو د وارداتو تعرفې به زیاتې کړي.

اروپایي اتحادیې د جمعې په ورځ (جون ٢٢) د ښاغلي ټرمپ د تصمیم په غبرگون کې پر یو شمیر امریکایي صادراتو باندې د تعرفو د لگولو اقدام وکړ. ښاغلي ټرمپ د ٢٠١٨ کال د مارچ په لومړی نیټه پر وارداتي فولادو باندې ٢٥ فیصده او پر المونیمو باندې ١٠ فیصده گمرکي تعرفې ولگولې. ښاغلي ټرمپ دغه کار د روان کال د جون په لومړی نیټه عملي کړ.

د اروپایي ټولنې له خوا پر امریکایي اموالو باندې په لگیدلو گمرکي تعرفو کې جین پتلونونه، الکلي مشروبات او په امریکا کې جوړ شوي موټرسایکلونه شامل دي.

د اروپایي اتحادیې د پریکړې څو ساعته وروسته ښاغلي ټرمپ په یو ټویټري پیغام کې د امریکایي وارداتي اموالو په اړه د اروپایي ټولنې د قوانینو په هکله ولیکل که اروپایي اتحادیه پر امریکایي وارداتي اموالو باندې محدویتونه او تعرفې ژر تر ژره لغو نه کړي "مونږ به د هغوی پر ټولو موټرو باندې چې متحده ایالاتو ته راځي ٢٠ فیصده تعرفې ولگوو. دا دې {موټرې} همدلته جوړې کړي".

په اروپایي اتحادیې کې پر جوړ شویو موټرو باندې په اوسني وخت کې دوه نیم فیصده او پر کوچنیو بار وړونکو موټرو باندې ٢٥ فیصده وارداتي تعرفې لگول شوي. اروپایي ټولنې ته په واردیدونکو امریکایي موټرو باندې تعرفې ١٠ فیصده دي.​

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ پدې باور دی چې د امریکا د متحده ایالاتو بهرنۍ تجارتي موافقې "منصفانه" ندي او د امریکا نه ناوړه گټه پورته کیږي. هغه دمخه ددغو قوانینو اصلاح کیدل غوښتي وو.

جمهور رئیس ټرمپ پدې باندې په ټینگار سره چې نیول شوي تدابیر د بهرنۍ سوداگرۍ په حوزه کې د امریکا د ملي گټو د ساتنې په خاطر دي، وایي د "امریکا نه د امتیاز اخیستلو" دوران پای ته رسیدلی دی.

جمهور رئیس ټرمپ حتی د ٢٠١٦ کال د انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې ژمنه کړې وه د امریکا په وارداتي کالیو باندې به گمرکي تعرفې ولگوي، ځکه د هغه په باور د نړۍ په گوټ گوټ کې هیوادونه د متحده ایالاتو نه گټه اخلي.

د امریکا له لورې د گمرکي تعرفو د لگولو اعلان وروسته د نړۍ هغو هیوادونو چې د امریکا سره زیاتې تجارتي معاملې لري د "تجارتي جگړې" په اړه خبرداری ورکړ.

په ٢٠١٧ کال کې د امریکا متحده ایالاتو د خپلې اړتیا وړ تقریباً ۵۰ فیصده فولاد او المونیم د څلورو هیوادونو کاناډا، جنوبي کوریا، مکسیکو او برازیل څخه وارد کړي او پدې موده کې یې یواځې دوه فیصده فولاد له چین نه وارد کړي دي.

XS
SM
MD
LG